ریال ماډریډ د پاستژرمېن څخه سخته ماته وخوړه!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) ۶۵م پړاو د سې شنبې په ورځ پيل سو، چي اته لوبي ئې په لومړۍ شپه او اته لوبي ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره سوې.
په یادو لوبو کي کلب برګ د ګالاتاسرای سره، المپیاکاس د تاتنهام سره، پاستژرمېن د ریال ماډریډ سره، بایرن مونیخ د کریوینا زویډا سره، ډینامو ذاګریب د اتلانتا سره، شاختار ډونټسک د منچسټر سیټي سره، لوارکوزن د لوکوموټیو موسکوا سره او اتلاتیک ماډریډ بیا د جیونټوس سره ولوبېد.
د دې سیالیو له ډلي پاستژرمېن ۳ ګولونه پر ۰ ریال ماډرید ته سخته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د پاستژرمېن لپاره دوې ګولوهني ډیماریا د لوبي په ۱۴مه او ۳۳مه دقیقه کي ترسره کړې او پاته یو ګول بیا توماس مونیر په ۹۰یمه دقیقه کي ولګاوه.
دا لوبه د پاستژرمېن په کوربتوب ترسره سوه
په بله مهمه لوبه کي بیا جیونټوس لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو د اتلاتیک ماډریډ سره مساوي کړه.
په دې لوبه کي د جیونټوس لپاره کوډراډو په ۱۵مه او ماټوډي بیا په ۶۵تمه دقیقه کي ګولوهني وکړې.

د اتلاتیک ماډریډ لپاره بیا سټیپان سویس په ۷۰یمه او هیکټور هیریرا په ۹۰یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
دا لوبه بیا د اتلاتیک ماډریډ په کورني لوبغالي کی ترسره سوه.