ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال ټیمونو هم لوبه مساوي کړه!

سپینه تجريدي ډیزاین

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي تېره شيه ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي دې دوو لوبډلو لوبه مساوي پای ته ورسوله.
دا لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول مساوي سوه او ریال ماډریډ په ډېري سختۍ سره بایللې لوبه مساوي کړه.
inbound1924592412058555810 ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال ټیمونو هم لوبه مساوي کړه!
په یاده لوبه کي لومړی ګول د والینسیا لپاره کارلوس سولر د لوبي په ۷۸یمه دقیقه کي وواهه.
ریال ماډریډ ته بیا کریم بنزیما د لوبي په ۹۰یمه دقیقه کي ګول وواهه او خپله لوبډله ئې له ماتي وژغورله.
وړمه شپه بیا بارسلونا د ریال سوسیداد سره لوبه ۲ ګولونه پر ۲ ګولونو مساوي کړه.
ریال ماډریډ که پرونۍ لوبه ګټلې وای نو د جدول لومړی ځای ئې خپلوی.
inbound7077115142595049030 ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال ټیمونو هم لوبه مساوي کړه!
خو اوس د جدول په لومړي ځای کي بارسلونا، دوهم ځای کي ریال ماډریډ، درېیم ځای کي سویا، څلورم ځای کي ختافه او پنځم ځای کي بیا اتلاتیک ماډریډ شتون لري.
ها خوا راتلونکې چهارشنبه د نړۍ تر ټولو ستره لوبه ترسره کیږي.
inbound2881524716436741781 ریال ماډریډ او والینسیا فوټبال ټیمونو هم لوبه مساوي کړه!
دا لوبه د ریال ماډریډ او بارسلونا ده، چي د الکلاسیکو په نوم نومیږي.
ریال ماډریډ او بارسلونا راتلونکې چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې سره لوبیږي.