د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د خپلي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو ته ویلي، چي د ریال ماډریډ پرېښودل ئې یوه لویه غلطي کړې.
د نړۍ دې تکړه فوټبالر ۱۸ میاشتي مخکي د ځینو اختلافونو له امله اسپانوۍ لوبډله ریال ماډرید پرېښوله او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای سو.
دا لوبغاړی د ریال ماډریډ د وروستیو وختونو په ډول اوس یوونټوس لوبډله کي هم ښه نه ځلیږي او د ریال ماډریډ څخه پر تګ ډېره پښیماني ښيي.
د راپورونو له مخي رونالډو د ریال ماډریډ لوبډلي د یو شمېر لوبغاړو سره د شخصي خبرو پر مهال ویلي، چي یوونټوس کلب ته پر تګ ئې غلطي کړې.
راپورنه وايي، چي دده له خبرو داسي معلومیږي، چي په یوونټوس لوبډله کي نسي کولای، چي شخصي جایزې ترلاسه کړي او په دې شرایطو به دی د سرو زرو توپ هم ونه ګټي.
دې لوبغاړي دا احساس کړي، چي په ریال ماډریډ لوبډله کي که اوس پاته وای نو ده به هتمن د روان ۲۰۱۹م او ۲۰۱۸م کلنو کي یو د سروز توپ ترلاسه کړی وای.
رونالډو د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په فیبروري میاشت کي ۳۵ کلن کیږي او اوس دې ته متوجه سوی، چي د فوټبال په اخرنیو وختونو کي شتون لري او د شخصي جایزو ګټل ورته اسانه نه ښکاري.
رونالډو د سرو زرو توپونه ۵ ځلي خپل کړي، خو د ده سخت سیال لیونل میسي بیا د سرو زرو توپونه ۶ ځلي ترلاسه کړي دي، چي وروستی هغې ئې تېره اونۍ خپل کړ.