عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره لس میلیونه ماشومان د ګوزن ضد واکسین ورکولو په عمر دي چې په سږني کمپاین کې یې له ډلې شاوخوا دری نیم ملیونه د واکسین له څاڅکو محروم پاتې شوي.
روغتیا وزارت وړاندې د درې میلیونه ماشومانو د پاتې کېدو اټکل کړی و، خو اوس وایې په پکتیا او میدان – وردګو کې د امنیتي ننګونو او په دایکندي، بامیان او غور ولایتونو کې د سړې هوا له کبله د دوی له اټکه ډېر ماشومان له واکسین پاتې شوي.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسینو د عامه اړیکو مسوول میرجان راسخ وايي چې له پولیو څخه د ملاتړ په هکله د طالبانو له ژمنې سره سره د افغانستان په ځینې سیمو کې د واکسین ضد تحرکات پر ځای و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سږني کمپاین بهیر کې ستونزې نه دي رد کړې، خو وایې ډاډمن بهیر به وخت ونیسي.
هیره دې نه وي چې روغتیا وزارت د جدي ۲۸مه خبر خپور کړو چې سر له سبا، لس میلیونه افغان ماشومان واکسین کیږي.
وزارت زیاته کړې وه چې دې پنځه ورځیني کمپاین کې به نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو واکسین وشي.
د یاد وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وویل، چې د کرونا ویروس له امله د واکسین لړۍ ولاړه وه او شاوخوا پنځه میاشتې افغان ماشوماتو ته دغه واکیسن تطبیق نشو.
اغلې جعفري ویلي وه : “په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره، چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد او دا کار د دې لامل شو، چې د پولیو په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغی.”
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وي.
افغانستان، پاکستان او سوریه د نړۍ هغه درې وروستي هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثبتیږي.
د ګوزڼ، فلج یا پولیو واکیسن، چې له پنځو کالو کم عمرو ماشومانو ته کیږي لا هم د نا امنۍ له امله، له دوه سوه زرو څخه ډیر افغان ماشومان له دغه واکیسن څخه پاتې دي.