روسیې د ساحلي فوټبال نړیواله اتلولي خپله کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ساحلي فوټبال نړیوال جام پایلوبه د روسیې او جاپان ساحلي فوټبال ملې لوبډلو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې روسیې پنځه ګولونه پر دوه جاپان ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې لومړی مقام وګاټه.

 

د ساحلي فوټبال نړیوال جام

 

دا سیالي کټ مټ د فوټبال لوبې ته ورته ده، خو یوازې یې ښکاره توپیر په دې کې دی، چې لوبغاړي یې باید لوڅې پښې وي او لوبغالی بیا له ریګو جوړ وي.

 

ددې لوبې لومړی نړیوال جام د فوټبال نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې په ۲۰۰۵م کال کې په رسمې توګه رامنځته شو، چې لومړی هر کال خو د ۲۰۰۹م کال څخه راوروسته بیا په هرو دوو کلونو کې ترسره کېده.

 

د ۲۰۲۱م کال جام، چې د روسیې په مسکو ښار کې د اګسټ میاشتې له ۱۹مي بیا تر ۲۹مي نېټې پورې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، پکې روسیې لومړی، جاپان دویم، سویزرلینډ درېیم او سینګال بیا څلورم مقام ترلاسه کړ.

 

برازیل پنځه ځلې، روسیې درې ځلې، پرتګال دوه ځلې او فرانسې بیا یوځلې دا جام ګټلی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.