روسیې د امریکا لپاره په جنسي ځورونې تورن فلمي ستوری خپل استازی ټاکلی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

روسیې د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د هالیووډ مشهور ستوری سټیون سیګال خپل ځانګړی استازی نومولی.
ښاعلی سیګال چې د هالیووډ په اکشن فلمونو کې لوبیدلی، اوس به د روسیې او امریکا د دوه اړخیزه همکاریو په پیاوړتیا کې خپل هنر ښيي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کې ویلي، چې ښاعلی سټیون سیګال به د متحده ایالاتو او روسیې ترمینځ په بشري، هنري، کلتوري او د ځوانانو په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کاره وکړي.
سټیون سیګال د امریکا په مشیګان کې زیږیدلی او د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې ولادیمیر پوتین نوموړي ته د روسيي تابعت ورکړ.
سیګال او پوتین ملګري دي. ددوی طبیعت په دې لګیدلی، چې دواړه رزمي (martial arts) لوبغاړي دي. په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې سیګال په یوه ټلویزوني مرکه کې ولسمشر پوتین د نړۍ یو له بهترینو رهبرانو څخه یاد کړ.

وروسته له هغې چې سټیون سیګال ولادیمیر پوتین په کرېمیا د تېري له امله وستایه، کیف نوموړی د پینځه (۵) کالو لپاره په دغه ښار بند کړ. کیف ویلي وه، چې سیګال د “ټولنیزو جرایمو په تر ټولو خطرناک جرم” تورن دی.
سټیون سیګال د سابیریا تابیعت هم لري. نوموړي ته په ۲۰۱۶ کال کې د سایبریا تابعیت وروسته له هغې ورکړل شو، کله چې هغه په بیلګراد کې د رزمي هنرونو اکاډمي پرانیسته.
په سټیون سیګال ګڼو نجونو د جنسي زور زیاتي تورونه هم پورې کړي. تیر نومبر (۲۰۱۷) یوې اسټرلیاوې اداکارې (پورشیا دی روسي) په سټیون سیګال تور پورې کړ، چې د فلم د تمرین پر مهال يې تصویر اخیستونکې کېمرې بندې کړې او د خپل پتلون ځنځير (زیپ) يې خلاص کړ.

تر دې وړاندې یوې بلې اداکارې جولیانا مارګولیز، په سټیون سیګال تور پور کړی و، چې ګنې دا يې د هوټل خونې ته ورغوښتې وه او غوښتل يې چې د وسلې په زور پرې جنسي تیری وکړي، خو دا ترې په تیښته بریالۍ شوه. جولیانا هغه وخت ۲۳ کلنه وه.
سټیون سیګال څلور ځلې واده کړی او ۷ اولادونه لري. نوموړي درې ښځې طلاق کړي او اوس له وروستۍ ښځې سره، چې د منګولیا ده ژوند کوي. سټیون له دې ښځې سره په ۲۰۰۱ کال کې واده وکړ.