د هندي سینما د نوموتي ستوري رنبیر کپور له انتظاره ډک فلم (سنجو) دا تیره جمعه د سینماګانو په پرده خپور شو. فلم په دوه ورځو کې دومره پیسې وګټلې، چې سږ کال هیڅ کوم بل فلم په دومره کمه موده کې نه دي ګټلي.
سنجو فلم په لومړۍ ورځ ۳۴.۷۵ کروړه هندي روپۍ ګټلي. دا په هندي سینما کې د سږ کال لومړنی فلم دی، چې په لومړۍ ورځ دومره پیسې ګټي. همدا څو ورځې وړاندې د سوپرسټار سلمان خان فلم (ریس۳) خپور شو. د سلمان خان فلم په لومړۍ ورځ یواځې ۲۹ کروړه هندۍ روپۍ ګټلې وې؛ او اوس خو بیخي لیدونکي نه لري.
د رنبیر کپور فلم (سنجو) په دوهمه ورځ ۳۸.۶۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي، چې په دوه ورځو کې څه باندې ۷۳ کروړه هندي روپۍ کیږي.
پرون یکشنبه د سنجو فلم دریمه ورځ وه، او اټکل کیده، چې تر ۱۰۰ کروړه هندي روپیو يې ګټه ورسیږي. که داسې وشي، دا به د هندي سینما یو تر ټولو بهترین فلم وي، چې په کم وخت کې دومره ډير پیسې ګټي.
د حیرانتیا خبره داده، چې د خانانو هیڅ یوه فلم هم په دوو ورځو کې دومره ډیرې پیسې نه دې ګټلي. دا په دې مانا، چې د رنبیر کپور فلم دومره چټګ مخکې تګ د خانانو لپاره د خطر زنګ دی.
د سلمان خان، شارخ خان او عامرخان وروستیو ۵ فلمونو کې هیڅ یو هم په دوه ورځو کې دومره پیسې نه دي ګټلي، څومره چې د رنبیر کپور وروستي فلم (سنجو) په یاده موده کې ګټلي دي.
د عامرخان مشهور فلم دنګل، چې د هندي سینما د ټولو فلمونو ریکارډونه يې نړولي، هم په لومړیو دوه ورځو کې دومره پیسې نه وې ګټلې. دنګل هغه وخت څه باندې ۶۴ کروړه هندۍ روپۍ ګټلې وې.
د باکس افیس د مالوماتو له مخې، تر اوسه د رنبیر کپور فلم د هندي فلمونو په سر کې ځای لري.
د سنجو فلم ولې دومره مخکې روان دی؟
کتونکي او د فلم نقد کوونکي د رنبیر کپور وروستی فلم د هندي سینما شهکار بولي او څو دلیلونه راوړي:
لومړی دلیل: په فلم کې رنبیر کپور ته ورکړل شوی رول، نوموړي په دومره ښه توګه ادا کړی، چې هیڅ اټکل يې نه کیږي. فلم د سنجیدت په ژوند جوړ شوی، چې پکې رنبیر کپور د سنجیدت رول لوبوي. د سنجیدت ریښتیني رول ته رنبیر کپور په فزیکي او رواني ډول ننوتی، او د سنجیدت احساسات يې په دومره ښه توګه انځور کړي، چې د کتونکو په زړه منګولې ښخښوي او په سترګو يې د خوښۍ او خپګان ګډې اوښکې بهوي. که په لنډو ټکو يې ووایو، رنبیر کپور په فلم کې دومره ښه کارکردګي کړې، چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتې کیږي.
دوهم دلیل: فلم د هندي سینما وتلي ډاریکټر راج کمار هیراني لیکلی او جوړ کړی. نوموړی د هندي سینما یو له ګوته په شمیر فلم جوړونکو څخه دی، چې فلمونه يې اکثره کامیاب او د لیدونکو د استقبال وړ ګرځي. ښاغلی هیراني هغه څوک دی، چې د عامرخان دوه نایابه فلمونه (۳ ایډيټس) او (PK) يې لیکلي او جوړ کړي دي. نوموړي د فلمونو ۱۱ جایزې هم ګټلي.
دریم دلیل: لکه څنګه چې یادونه وشوه، سنجو فلم د سینمايي ستوري سنجیدت په ژوند جوړ شوی؛ له سنجیدت سره يې د مینوالو بیحده مینه او دلچسپي؛ د هغه د ژوند لوړې ژورې، او د نوموړي د ژوند پیچلي او پناه اړخونه، ددې لامل شوي، چې سنجو فلم ته مینوال ورمات کړي او د سینماګانو ترمخ کتارونه جوړ شي.
عالیه بټ د رنبیر د فلم په اړه:
د سنجو فلم په اړه د کتونکو وروستۍ تبصرې بیخي حیرانوونکې دي. د فلم یو کتونکي خو ان د فلم جوړونکی راج کمار هیراني خپل “بګوان” بللی او ویلي يې دي، چې په الفاظو کې د نوموړي ستاینه نه شي کیدلای.
ځينو نور بیا د رنبیر کپور کوښښونه ستایلي دي او یلي يې دي، “د خدای کرم دی، چې هندوستان د رنبیر کپور په څير یو اداکار هم لري.”
د رنبیر کپور سره بدنامې عالیه بټ هم بالاخره د فلم په اړه خپل نظر څرګند کړی. نوموړې ویلي، چې د رنبیر کپور فلم ډير عالی دی او که په هندي سینما کې “زه لس ۱۰ غوره فلمونه وټاکم، نو د رنبیر کپور سنجو فلم به يې په سر کې ځای ولري”.
د عالیه بټ او رنبیر کپور د مینې او عاشقۍ خبرونه لا هم د اخبارونو او رسنیو په سرخطونو کې ځي او راځي.
سنجو تیر جمعه (جون ۲۹ مه) خپور شو. چې پکې رنبیر کپور او دیا میرزا مرکزي رول لوبوي.