راشد د بیګ باش لیګ په غوره ۱۱ کسیزه لوبډله کي راغی!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د آسټرالیا هیواد بیګ باش لیګ سیالۍ پای ته رسېدونکي دي، خو یوزاي د پایلوبي ترڅنګ ئې نیمه پایلوبه  پاته ته او نور د بیګ باش لیګ دا پړاو هم پای ته رسیږي.
د دې لیګ پایلوبي ته سیډني سیکسرز لوبډلي وار له مخي لاره پیداکړې ده، خو د یادي لوبډلي سره به د پایلوبي ترسره کولو په موخه میلبورن سټارز او سډني تندرز نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د بیګ باش لیګ دا نیمه پایلوبه به راتلونکې پنجشنبه، خو پایلوبه ئې بیا راتلونکې شنبه ترسره کیږي.
د یاد لیګ تر پای ته رسېدو مخکي د دې لیګ د روان پړاو  غوره ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان سوه، چي په یاد لیګ کي د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلي لپاره لوبېدونکی افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم پکښي انتخاب کړل سوی.

د دې یولس کسیزي لوبډلي لوبډلمشر اسټرالوی مکسیول ټاکل سوی او پاته لس لوبغاړي راشد خان آرمان، مارکاس سټونز، جوش انګلس میتیو وېډ، جانتن ویلز، مېچل مارش، ټام کرن، ډینیل سمز، پیټر سیډل او حارث روف شامل دي.
د بیګ باش سیالیو رسمي ټویټر پاڼي ویلي، چي دا یولس کسیزه لوبډله د یاد لیګ د روزونکو له لوري غوره سوې.
د بيګ باش تجارتي ليګ په سږنيو سياليو کې راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او ظاهر خان لوبېدلي دي، چې ټولو پکې خپله وړتيا ښکاره کړې او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړې ده.
راشد خان د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره ولوبېده، محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان او ظاهر خان د بريسبين هيټ او قېس احمد د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لپاره ولوبېده.
په دې افغان لوبغاړو کي راشد، قیس احمد او ظاهر خان د بیګ باش لیګ له پيله ولوبېدل، خو دوه نور افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن بیا د بنګله دېش تر لیګ وروسته په بیګ باش لیګ کي د خپلو لوبډلو سره یو ځای سول.
بریسبین هغه لوبډله وه، چي دوه افغان لوبغاړي قیس احمد او مجیب الرحمن ئې اخیستي وه، خو په لومړنیو لوبو کي قیس احمد ولوبېد او وروسته د بنګله دېش د لیګ څخه تر فراغت وروسته مجیب الرحمن د یادي لوبډلي سره یو ځای سو او قیس احمد افغانستان ته راستون سو.
د بیګ باش په دې پړاو کي راشد خان آرمان ۱۵ لوبي ترسره کړې، چي په یادو لوبو کي ئې ۱۹ ویکیټي واخیستې. راشد په یادو لوبو کي د ښې توپ اچوني ترڅنګ ټول ټال ۱۲۴ منډي هم جوړي کړې.

بخلو بیا محمدنبي عیسی خیل په ۶ لوبو کي ۵ ویکیټي واخیستې او د هغه ترڅنګ ئې په توپوهنه کي ټول ټال ۱۶۰ منډي جوړي کړې.
همدا راز مجیب الرحمن په ۶ لوبو کي ۳  او ظاهر خان بیا په ۸ لوبو کي ۸ لوبغاړي وسوځول.