راشد خان په ۴۳ ویکټو دویم مقام خپل کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بالرانو په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې دویم مقام ته رسیدلی دی؛ په ۲۰۱۷ م کال کې یې د ۴۳ ویکټو په اخیستلو هم دویم مقام خپل کړی.
د ۲۰۱۷ م کال د زیاتو ویکټو اخیستونکو هغه لیست اعلان شو، چې پکې پاکستاني حسن علي لمړی، افغان راشد خان دویم، هندي جسپریټ بومرا دریم، انګلستاني پلانکیټ څلورم او نیوزلینډي ټرینټ بولټ پنځم مقام خپل کړی دی.
د سپورټز کیډا ویب پاڼې د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۷ م کال د پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په دغه اعلان شوي لیست کې حسن علي په ۱۸ لوبو کې ۴۵، راشد خان په ۱۵ لوبو کې ۴۳، بومرا په ۲۳ لوبو کې ۳۹، پلانکیټ په ۱۷ لوبو کې ۳۶ او ټرینټ بولټ په ۱۶ لوبو کې ۳۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، چې په دغه کال کې يې د نورو بالرانو څخه زیات لوبغاړي سوځولي دي.
خو د همدغه ۲۰۱۷ م کال د ۵۰ اوریزه نړیوال کرکټ سیالیو تر ټولو بهترینه توپ اچونه راشد خان کړې ده، چې د ویسټ انډیز خلاف یې د ۱۸ منډو په ورکړې سره ۷ لوبغاړي سوځولي و.
راشد خان د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې په وروستیو ۳ کلونو کې راڅرګند شو، چې په خپلې ښې توپ اچونې او کارکردګۍ سره یې د نړیوال کرکټ د تجارتي لیګونو په سیالیو کې د لوبیدو د کلونو انتظار په میاشتو بدل کړ او اوس د کرکټ نړۍ په نږدې هر مشهوره تجارتي لیګ کې ولوبید، چې ښه بیلګه یې د اسټرالیا د بیګ باش کرکټ لیګ روانې تجارتي سیالۍ دي او نوموړی پکې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبیږي.