د اسټرالیا په کورنیو بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره د لوبې د ګټلو ترڅنګ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د اسټرالیا د بیګ باش تجارتي کرکټ سیالۍ، چې د نړۍ مشهوره پیاړي کرکټ لوبغاړي پکې لوبیږي؛ تر ټول د چټکو منډو سیالۍ ګڼل کیږي.
د دې سیالیو د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کال پړاو کې د افغانستان څخه دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او ځوان راشد خان ګډون کړی دی او دواړه په لمړۍ سیالۍ کې تر نورو ښه ځلیدلي دي.
محمد نبي عیسی خیل د ملبورن لوبډلې په ګټه په لمړۍ سیالۍ کې د ۴ اورونو په ترسره کولو د ۲۵ منډو په ورکړې سره یو لوبغاړی وسوځوو، خو ځوان راشد خان د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د ۴ اورونو په ترسره کولو د ۲۲ منډو په ورکړې د ۲ لوبغاړو په سوځولو د لمړۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. راشد خان د اسټرالوي رسنیو سره لا د وړاندې په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي وو، د هندوستان اي پي ایل او د ویسټ انډیز کاربین پریمییر لیګ سیالیو کې د لوبیدو او تجربې حاصلولو څخه هیله مند دی، چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې ښه نتیجه ورکړي او په لمړۍ سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي د خپلې ټولنیزې شبکې رسمي فیسبوک پاڼې څخه د بیګ باش په سترو سیالیو کې د ګډون او په لمړۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي په نومول کیدو خوښي څرګنده کړې ده او د کرکټ لوبې ټولو مینوالو څخه یې د لا تشویق غوښتنه کړې ده.
د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي، چې پکې محمد نبي عیسی خیل د ملبرن رینګیډز او راشد خان د آدلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د لمړي ځل لپاره لوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ به د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر ۴ مې نیټې پورې دوام وکړي.