د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د افغان کرکټ ستوري راشدخان په بریالي مزل پیل شوې.
د سه شنبې په ورځ یاران لیکنه خپره کړه، چې راشدخان په دوبۍ کې زیاتې لوبې کړي او ښې لاسته راوړنې لري؛ نو د چهارشنبې په ورځ به ریکارډي لوبه د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې ترسره کړي، همداسې وشول.
د راشدخان ۸۰ سلنه بریالۍ لوبې د لاهور قلندرز لوبډله د چهارشنبې په ماخستن د نومرو په جدول کې لومړۍ کړه.
د پياېساېل ۱۵ مه لوبه د جون په نهمه د چهارشنبې په ورځ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
لاهور د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه، په توپ اچونه کې افغان کرکټ ستوري خپله جاودیي وړتیا نندارې ته وړاندې کړه، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او حُسین تلت بولډ کړه.
خان په ۲ اعشاریه ۲۰ ایکانومي توپ اچونه وکړه او د غوره توپ اچونې ځواک یې وښود.
د ده د غوره توپ اچونې له امله د اسلام اباد یونایټېډ پیاوړې لوبډله تر ۱۴۴ منډو محدوده شوه.
اسلام اباد لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د فهیم اشرف د ۲۷ منډو په مرسته ۱۴۳ منډې وکړې او لاهور ته یې ۱۴۴ منډې هدف ورکړ.
یاد هدف لاهور قلندرز لوبډلې د لوبډلمشر سهیل اختر د ۴۰ منډو، د محمدحفیظ د ۲۹ منډو، د ټېم ډېوېډ د ۲۳ ناسوځېدلو او د راشدخان د ۱۵ ناسوځېدلومنډو په مرسته په شلم اوور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او اسلام اباد ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
راشدخان په ۵ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، لوبډله یې د نومرو په جدول کې لومړي مقام ته ولاړه.
خو که نن ماخستن کراچۍ لوبډله له ملتان سلطان لوبډلې، چې رحمان الله ګربز ورسره لوبېږي، لوبه وګټي، نو کراچۍ لوبډله د نومرو جدول کې لومړۍ کېدای شي.
راشدخان او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه
خان د غوره توپ اچونې او توپوهنې له امله د لوبې غوره د کار لوبغاړی وپېژندل شو او په دې ډول یې ۷ نیم لکه پاکستانۍ کالدارۍ جایزه ترلاسه کړه.