راشدخان خپل مقامونه دلاسه ورکړه!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ نړيوالي شورا په نويو درجه بندیو کي راشدخان له خپلو مخکنیو مقامونو شاته تللی.
راشدخان چي په روان نړيوال جام کي د توپ اچووني په برخه کي د پام وړ کارګردګي ونه ښودله د يو ورځنيو لوبو په نوې درجه بندۍ کي د دويم مقام څخه ۸م ځای ته غورځيدلی دی.
بومرا پر خپل لومړي مقام د راشدخان دويم مقام نیوزلینډي ټرینټ بولټ نيولی،ورپسې ربادا،عمران طاهر،مجیب الرحمن ، میچل سټارک او راشدخان دي.

همدارنګه راشدخان د يو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کي له دریم مقام څخه څلورم ته غورځيدلی.
شکيب الحسن په هماغه لومړي مقام،په دویم مقام بین سټوکز، نبي دریم مقام ته تللی،عمام وصيم څلورم مقام او راشد ورپسې پنځم ځای لري.
د راشدخان د شاتګ لوی لامل همدا دی چي په روان نړيوال جام کي يې نه د توپ اچووني او نه هم د توپوهني په برخه کي موثريت درلودی.
راشد د نړيوال جام په ۹ لوبو کي يوازي ۷ ويکټي واخيستې او ۱۰۵ منډي يې وکړې.

په يوه لوبه کي يې ترټولو ډيري ۲ ويکټي د ۱۷ منډو په مقابل کي اخيستي دي.
راشدخان له ډيره وخته خپل مقامونه ساتلي وه همدارنګه له بیګباشه تر هندوستان پریمرليګ پوري يې د پام وړ لوبي کړي وې خو په نړيوال جام کي په متفاوت ډول هماغسي نه وو څومره چي هيله ترې کیدله.
مجیب الرحمن چي په وروستيو لوبو کي يې د پام وړ توپ اچوونه وکړله د کريکټ د نړيوالي شورا د توپ اچوونکو په نوې درجه بندۍ کي يې شپږم ځای خپل کړیدی.