د انګلستان پخواني تکړه کرېکېټر کېوېن پېټرسن راشدخان ننګولی او ورته ویلي یې دي، چې هیلیکوپټر شاټ خو وهلی شې؛ خو که دومره تکړه یې زما اختراع کړی شاټ سوېچ هېټ شاټ ووهه.
(SWITCH HIT SHOT) کرکټ کې سوېچ هېټ شاټ
هغې ته وایي چې لوبغاړی په ښي لاس ولاړ وي او د توپ له ورسېدو مخکې دی ځان چپ ته واړوي او شاټ ووهي.
دلته ورته په عامه اصطلاح ریورس سویپ وايي.
کیسه داسې ده چې راشدخان په خپل انسټګرام یوه ویډیو خپره کړې، چې دی پکې په ګلف لوبه کې هیلیکوپټر شاټ وهي.
د راشدخان دې شاټ د اسټرالیا لوبغاړی مایکل بیوان حیران کړی دی؛ خو پېټرسن بیا د حیرانتیا پر ځای راشدخان ننګولی دی.
راشدخان چې د کرکټ په نړۍ کې په ګوګلي ماسټر مشهور دی؛ خو کله نا کله د کرکټ د توپوهنې برخه کې داسې شاټونه وهي، چې توپوهونکي یې هم نه شي وهلی.
یوه ښه بېلګه یې د غوره چورلکیز شاټ وهل دي.
دا شاټ ایم ایس ډوني اختراع کړی، خو د نړۍ ډېر لوبغاړي یې اوس وهلی شي، چې یو پکې راشدخان هم دی.
راشدخان اوس په انګلستان کې دی او هلته یې د ګلف لوبې د تمرین پرمهال هیلیکوپټر یا چورلکیز شاټ وهلی دی.
کیوین پېټرسن هم د ګلف لوبې شوقي دی او کله ناکله ګلف لوبه کوي.
که چېري راشدخان د کېوېن پېټرسن چلینج ومني هغه به ریورس سویپ هم ووهي او په دې ډول به د پېټرسن چلېنج مات کړي.
د شاټ لېنګ په انسټګرام کې: