راشدخان؛ بابراعظم، ویرات کولي او کېن ویلیمسن د نړۍ غوره توپوهونکي دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

راشدخان ویلي، چې دوی درې واړه د نړۍ تر ټولو کلاس یا غوره توپوهونکي دي او دوی هغه لوبغاړي دي، چې د لوبې حالت ته په کتو توپوهنه کوي.

په رښتیا هم کله چې د دوی لوبډلې ته د ذمه وارۍ اړتیا وي، کېن ویلیمسن یا ویرات کولي او یا هم بابراعظم کریس کې موجود وي؛ نو د مقابلې لوبډلې بشپړه وېره په زړه کې وي، چې لوبه بایلي.

د کېن ویلیمسن کلکوالی موږ ټولو ته معلوم دی، چې له لومړي سره د هر ډول بالرانو مقابله کوي او په وروستیو کې بیا یو ډول بالر هم پرته له ټکولو نه پرېږدي.

ویرات کولي داسې یو لوبغاړی دی، چې د منډو ماشین ورته وایي، دی چې راووځي په چټکۍ سره ځان د نیمه سلیزې خواته رسوي.

همدارنګه ویرات کولي په ون ډاون کې د هند لوبډلې د ملا تیر دی، کله چې کولي په یوه لوبه کې په ون ډاون خورا ښه لوبه کړې وي، هغه لوبه بیا د هندوستان وي.

په ټېسټ لوبه کې د شنبې په ورځ د نیوزیلېنډ پروړاندې د روهېټ شرما، شوبمن ګېل او پوجارا له سوځېدلو وروسته کولي د بالرانو پر وړاندې ودرېد، د دویمې ورځې ترپایه یې ۴۴ منډې وکړې او ۱۲۴ توپونه یې ولوبول.

ورسره اجینکیا رهانی ۲۹ منډې وکړې او له کولي سره یې ۵۸ منډې ملګرتیا کړې وه.

بابراعظم له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا د کرکټ نړۍ ته یو غوره لوبغاړی راغلی دی.

د ۲۰۲۱ کال ترلومړیو پورې د شل اوریزو لوبو غوره توپوهونکی و، بیا ترې انګلېنډی ډېوېډمېلن مخکې شو.

اوس په یو ورځنیو لوبو کې لومړی توپوهونکی دی او کله چې ودرېږي، توپ اچوونکي یې په قسمتونو سوځوي.

دا درې واړه لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لسو غوره لوبغاړو کې شامل وي او لا هم په دې برخه کې مخکښ دي.

په ټېسټ لوبو کې کېن ویلیمسن دویم لوبغاړی دی، ویرات کولي څلورم دی او بابراعظم اوسمهال درجه بندۍ کې لسم دی.

بل پلو بابراعظم په یو ورځنیو لوبو کې لومړی دی، ویرات کولي دویم دی او کېن ویلیمسن دولسم مقام کې دی.

بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې درېیم دی، ویرات کولي پنځم دی او کېن ویلیمسن پنځه دېرشم غوره لوبغاړی دی.