د درېیوو لېجېنډز یا افسانوي لوبغاړو سوځول مې ستره لاسته راوړنه ده، راشدخان د شل اوریز کرکټ درې سترې وېکټې په ډګه کړې.
راشدخان چې د خپلې ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د ملا تیر دی، همداسې په شل اوریزو لیګونو کې چې هرې لوبډلې پیرلی، په اخیستلو یې پښیمانه شوي نه دي او تل یې د لوبډلې لپاره ۵۰ سلنه، ۷۰ سلنه او یا هم نوي سلنه لوبه کړې ده او لوبډله یې تر بریاوو رسولې ده.
تازه یې د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې خپله د بالېنګ معجزه وښودله، په ۴ اورونو کې د ۹ منډو ورکول او یوه وېکټ اخیستل یې جادویي توپ اچونه وه، همدارنګه په وروستي اوور کې لاهور قلندرز ته شپاړس منډې پاتې وې، چې راشدخان وتوانېد، په لومړیو درېیوو توپونو پرله پسې څلوریزې ووهي.
او بالاخره په وروستي توپ یوه منډه پاتې وه، چې اسلام لوبډله پکې ماته شوه او لاهور بریا خپله کړه.
همدارنګه په حیدراباد لوبډله کې هم راشدخان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د توپ اچونې د ملا تیر جوړ شوی دی.
هغه د دې لوبډلې په ګټه په آیپياېل کې ټولې ۸۵ وېکټې ترلاسه کړي، چې په بهرنیو توپ اچوونکو کې د آیپياېل ترټولو مخکښ وېکټې اخیستونکی دی.
راشدخان د هندوستان په لیګ کې ټولې ۶۹ لوبې کړي دي.
د دې لیګ سربېره په پاکستان، ویسټ انډیز، اسټرالیا، انګلستان، لس اوریز او د افغانستان په لیګونو کې هم مطرح لوبغاړی دی.
دې ۲۲ کلن افغان کرکټ ستوري ۲۵۹ شل اوریزو سوداګریزو لوبو کې ۳۶۰ وېکټې ترلاسه کړي دي، چې په دې کې یې د نړۍ مختلف کرکټ ستوري توپوهونکي له مېدانه رخصت کړي دي.
خو د هغه د خوښې وېکټې په ۲۰۱۸ کې د ایم ایس ډوني سوځول وو، په ۲۰۲۰ کې یې د ویرات کولي او په ۲۰۱۸ کې یې د اېبي ډیویلیرس اوټول وو.
هغه چې له کرېک وېک وېبپاڼې سره خبرې کړي دي، ویلي دي چې دا درې لوبغاړي یې سوځولي او دا یې د شل اوریزو لوبو تر ټولو سترې وېکټې دي.