لکه څنګه چې افغان حکومت په تیرو څو کلونو کې د مهاجرینو موضوع ډیره جدي او توده نیولې وه، خو تر ډیره يې د مهاجرو پر وړاندې د خپلو کړو ژمنو زمه واري سمه ترسره نشوه کړای، په همدې اساس کډوال له یو شمیر ننګونو سره مخ شول.
دا چې ولې؟ یو شمیر کډوال یې راته کیسه داسې بیانوي؛
۱- د منظمو امکاناتو نشتون
شبانه وايي، په پیښور کې کوچنۍ رالویه شوې او هلته د نهو اولادونو مور شوې هم ده. د شبانې په خبره په یوې دینې مدرسه کې یې خاوند نارینه او دې ښځینه زده کوونکو ته دینې زده کړې ښودې او دومره تنخوا به یې اخیسته چې ګذاره یې پرې کیدله.
هغه زیاتوي؛
«زموږ میاشتنۍ تنخوا زموږ د خوراک، پوښاک، درمل، د زده کوونکو فیس او په ټوله کې د ژوند کولو لپاره بسیا کوله، خو له کومې ورځې چې افغانستان ته راغلې یوو، نو یو ځل راسره په تورخم کې مرسته وشوه، هلته بایومیتریک شو چې تر یو کاله به له تاسو سره مرسته کیږي، خو دا دی دریم کال مو روان دی چې بیا موږ سره کومې اړوندې ادارې مرسته ونکړه او نه مو د پخوا په شان د ژوند سهوولتونه وموندل.»
۲- د مهاجرو حق و، خو واخیست د زور او د واسطو واله
کډواله شبانه دا هم وايي چې یې ډیری داسې کورنۍ په خپلو رڼو سترګو لیدلي چې په ټول عمر کې پیښور ته نه ول تللي، خو د مهاجرو مرستې يې خپلې کړې، مګر ددې په شان بې اړیکو خوارو مهاجرو هیڅ هم ترلاسه نکړل، نو په همدې اساس کیدای شې هغو مهاجرو ډیرې مرستې ترلاسه کړي وي چې په اړونده ارګانونو کې يې اړیکې درلودې.
۳- پیښماني
ډیر د شبانې په شان په خپل راتګ پښیمانه هم شول.
د راضیه په نامه کډواله وايې:
«دا چې د مهاجرو سره کړې ژمنې عملې نشوې، نو زموږ د پیژندګلو څخه پینځه کورنۍ د پاسپورټ جوړولو وروسته بیرته پاکستان ته کډوالې شوې او شپږمه هغه يې موږ یوو چې بیرته د تګ اراده لرو.»
هغه زیاتوي؛ یواځې دوی نه، ډیری داسې کورنۍ چې په پاکستان کې يې عاید ښه وو او دلته په عامه اصطلاح د پولۍ ټک ته کیناستل بیرته یاد هیواد ته کدوال شول.
پوښتنه داده چې څه باید وشي ترڅو افغان کډوال د ژوند کولو د ننګونو سره مخ نشي؟
۱- حکومت باید دوی سره حداقل یو کال مرستې وکړي
دا چې افغان کډوال له کلونو کلونو وروسته خپل اصلي ټاټوبي ته راستنیږي، نو هغوی ته خپل هیواد نا آشنا ښکاري.
بل؛ تر هغې چې کډوال د چاپیریال سره بلدتیا پیدا کوي، ځانونه په روزګار مصروفوي او خپله په پښو ودریږي پکار ده چې دولت يې تر یو وخته لاسنیوی وکړي.
۲- د کډوالو لپاره باید سهولیتونه ډیر شي
يوځای که یو روغتون د سلو ناروغانو لپاره وي او هلته کډوال ډیر میشت کیږي، نو پکار ده چې، د روغتون امکانات څو چنده پراخ شي. که ښوونځی یو وي باید دوه شې او همداسې نور.
۳- کډوالو ته باید په خپلو سیمو کې د ژوند کولو امکانات برابر شي.
دا تر ټولو مهمه خبره ده!
که له پاکستانه د هیواد د مختلفو سیمو او ولایتونو خلک راځي، نو ښه به وي چې خپلو سیمو ته ولیږل شي او هلته ورته امنیت او د ژوند کولو سهولیتونه برابر شي، دا کار مرسته کوي چې په اړونده سیمو کې د ګډوډیو مخه ونیول شي او مهاجر په ډاډه زړه ژوند وکړي.
یادونه!
که افغان مهاجر له نورو هیوادونو خپل هیواد ته ستنیږي دا چاره زموږ په اقتصاد، امنیت او بیارغونه کې مثبته بریښي، هیله ده افغان حکومت يې په جلبولو کې پوره پاملرنه وکړي، خو په عین حال کې ورته د کاروبار زمینه هم برابره کړي.
ځکه څومره چې کار زیاتیږي او ورسره بشري قوه موجوده او ترې کارا خیستل هماغمره د یوه هیواد د پرمختګ لامل کیږي.