ليکنه او راټولونه
د انسانانو ژوند اوس د طبیعي پر ځای اکثره ماشیني دی چې له همدې امله خلک د مختلفو وسایلو سره لاس او ګریوان وي چې همدغه وسایل د ذهني فشار لامل ګرځي او انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي.
امریکایي ډاکټر میني په دې برخه کې له اوږدې مودې څېړنه کوي او د دې ستونزې حل لار ورزش، یوګا او کور کې د خوراکونو بدلون په هکله ویلي.
بل ارواپوه د ذهني ستونزو، ستړیاوو او بوجونو د موضوع په اړه د خپل صنف شاګردانو ته په داسې حال کې ورغی چې له اوبو ډک ګیلاس یې په لاس کې وو، شاګردانو یې فکر کاوه د منفي او مثبت فکرونو د تشریح لپاره به د نیم تش ګیلاس بیلګه بیانوي او په دې تکراري خبرو به مو سرونه ګنکسږي، خو خبره د دوی د حدس خلاف خوندوره او ګټوره وه. نن سبا هر څوک لږ او زیات د ذهني ستړیا او بوج په ستونزه لتاړ دي، دا ستونزه که څه هم نن سبا وبا ګرځېدلې ده خو حل یې اسانه دی، په داسې حالت کې اسانه دی چې له علمي لارو یې ولټوو نه د زیارتونو له لارې.
ډاکټر صاحب ګیلاس شاګردانو ته پورته کړ او هغوی یې وپوښتل چې دا ګیلاس څومره وزن لري؟ هغوی هر چا له خپلو اټکلونو سره سم د ګیلاس وزن د ۱۰۰ او ۳۰۰ ګرامه شاوخوا ورته وښود، ارواه پوه ډاکټر زیاته کړه: خبره د ګیلاس له وزن سره دومره زیاته اړیکه نه لري اصلا خبره د هغه وخت له څورمه والي سره تړاو لري څومره موده چې موږ دا ګیلاس په لاس کې نیولی وي، د مثال په توګه که دا ګیلاس یوه دقیقه په لاس کې ونیسو ستونزه نشته، که یې یو یو ساعت په لاس کې ونیسو لاس مو ستړی کوي او دردوي او که پوره ورځ یې په لاس کې ونیسو نو لاس به مو لکه فلج داسې وګرځي.
مشکل د وزن پوري تړاو نه لري اصلي مشکل د هغه بوج او وخت پورې تړاو لري.
د ژوند غمونه، اندېښنې او ستونزې کټ مټ لکه همدا ګیلاس داسې دي، که په اړه یې سوچ او فکر وکړې ستونزه نشته خیر او خیرت به وي، که په اړه یې سوچ او فکر زیات کړې، نو د فکر او سوچ د ماشین (ذهن) په ستړي کولو او دردولو به پیل وکړي، او که ټوله ورځ د ژوند د ستونزو او غمونو په اړه سوچونه او فکرونه کوې د فکر ماشین یا ذهن به دي د ډېر چلا او حرکت لامله لکه فلج او شل داسې شي او له کاره به ولویږي، نو دا د غمونو او دردونو ډک ګیلاس کېږده او له ژونده خوند واخله، او که هر وخت په دې فکر بوخت اوسئ نو د ذهني ستړیا او بوج دردونه به مو کړوي او د حل لپاره یې به د وطني علاجونو په لټه کې وئ.
که تاسې ذهن او بدن کې هرڅومره اندېښنه وزېږوئ هغومره هر ډول ناروغییو ته هر کلی کوئ او خپل ژوند خپل په ضد ګرځوئ.
په روغتیایی لحاظ دا یو ثابت حقیقت دی او له دې څخه ډېر څه پېښېږي نو باید موږ هڅه وکړو چې ځان ورنه وساتو.