د «IPL» سیالیو پای لوبه کې نن چینايي د حیدر اباد مقابله کې؛ خو ډیرې تمې راشد خان ته دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د ۲۰۱۸ م کال د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي لوبې تر پای لوبې رسیدلې دي، چې پکې چینایي سوپر کینګز لوبډله د دریم او سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د دویم ځل اتلولۍ خپلولو انتظار شیبې شمیري.

دغه لوبې چې د تیرې اپریل میاشتې په ۷ مه نیټه د ۸ لوبډلو په ګډون د هندوستان په ممبيي کې پیل شوې وې، پای لوبې ته چینايي په سیالۍ کې د حیدر اباد څخه د بریا په خپلو او حیدر اباد بیرته د کلکتې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تر پای لوبې را ورسیده.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ د یولسم پړاو پای لوبه نن د هندوستان په ممبيي کې ترسره کیږي، چې ورته په کور دننه او بهر کې د کرکټ بې شمیره مینه وال په تمه دي.

د سیالۍ لیدو په موخه د هندي کرکټ بورډ د چارواکو، ترڅنګ زیات شمیر د بالیوډ سینما مشهورې څهرې هم له نږدې نه لوبه ننداره کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي به ځکه جالبه وي، چې په چینايي لوبډله کې د اسټرالوي الراونډر شین واټسن، افریقايي کپتان فاف ډوپلیسیز، پخوانی هندي کپتان مهیندر سینګ ډوهني، ویسټ انډیزی الراونډر ډواین براوو، هندی سریش راینا او نورو پیاوړي توپ وهونکي شتون لري، خو بل خوا د حیدر اباد لوبډله کې د هندي شیکر ډاون، یوسف پټان، نیوزیلینډي کین ویلمسن، ویسټ انډیزي کارلوس بریټ ویټ، بنګله دیشي شکیب الحسن، افغان محمد نبي عیسی خیل او راشد خان په څیر لوبغاړي خپل ترکیب کې لري.

په دې مهمې سیالۍ کې زیاتې تمې د افغان لوبغاړي راشد خان څخه دي، ځکه چې نوموړي د کلکتې لوبډلې خلاف پای لوبې ته د را رسیدو په موخه په خپلې هر اړخیزې لوبې حیدر اباد لوبډلې ته بریا ورکړه.

ده په خپلې بهترینې لوبې د بې شمیره مینه والو زړونه خپل کړل او هم یې د کرکټ پیاوړو لوبغاړو لخوا په ټولنیزو شبکو کې ستاینه وشوه.

 سیالي به نن د ماښآم په ۶ بجو سره پیلیږي، چې پکې به چینايي سوپر کینګز د دریم ځل او حیدر اباد لوبډله د دویم ځل اتلولۍ ګټلو هڅه کوي.