د ۲۰۲۰ز کال شل اوریز جام لپاره د غوراوي سیالۍ پیل شوې.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: سميع الله درانی
د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه په عربي متحده اماراتوکې د ۱۴ لوبډلو په ګډون د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام لپاره لوبې پیل شوې.
دا سیالۍ ۱۵ ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۵۱ لوبې کېږي.
دې لوبوکې ۱۴ لوبډلې په الف او بې ګروپونوکې لوبېږي، چې له ۱۴ لوبډلو به یواځې ۶ لوبډلې نړیوال شل اوریز جام ته غوره کېږي.
د یادو سیالیو په الف ګروپ کې پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، سېنګاپور، نمېبیا، سکاټلېنډ، برموډا او کینیا لوبېږي.
په بي ګروپ کې یې ایرلېنډ، ناجیریا، عمان، کاناډا، جرسي، عربي متحده امارات او هانګ کانګ برخه لري.

پاپوا نیوګیني، سېنګاپور او نېدلېنډ په الف ګروپ کې خپلې لومړۍ لوبې ګټلي، ایرلېنډ او عُمان بیا بي ګروپ کې لومړۍ لوبې ګټلي دي.
د غوراوي جام سیالیو لوبې د نومبر په دوهمه نېټه پای ته رسېږي.
۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام

نړیوال شل اوریز جام د ۲۰۲۰ م کال په اکټوبر میاشت کې پېلېږي، چې کابو یو کال ورته پاتې دی.
دې جام کې لس بشپړ غړیتوب لرونکې او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې له لومړي مقام لسم مقام لوبډلې نړیوال جام کې شاملې دي او کوالیفای یا غوراوي سیالیو ته اړتیا نه لري.
په دغو لسو غوره لوبډلو کې بیا اته لوبډلې هیڅ دوهم پړاو یعنې سوپر ۱۲ برخې ته مسقیما وځي.
۲۰۱۸ م کال کې ویل شوي وو، چې بنګله دېش او سریلانکا سوپر ۱۲ پړاو ته نه دي داخل شوي؛ خو سریلانکا اوس په رېنکېنګ کې له افغانستان څخه مخکې شوه اووم مقام د سریلانکا شو او افغانستان اتم شو، خو که بنګله دېش او ویسټ انډیز راتلونکې شل اوریزې لوبې وګټي او افغانستان یې وبایلي، لا تاثیرات شته او افغانستان به وروسته کېږي، ویسټ انډیز او بنګله دېش به رامخکې کېږي.
ویسټ انډیز له افغانستان څخه په شل اوریزو لوبوکې ۱۱ نومرې وروسته دی، بنګله دېش بیا ۱۲ نومرې له افغانستان څخه شاته دی.
سریلانکا له افغانستان څخه ۶ نومرې مخکې ده.
که افغانستان راتلونکې میاشت کې ۱۶ ورځې ټولې درې شل اوریزې لوبې له ویسټ انډیز وګټي، کولای شي، سریلانکا بېرته شاته کړي او اووم مقام افغانستان ترلاسه کوي.
نړیوال شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي او ۱۶ لوبډلې پکې ګډون کوي.
د ویکي پېډیا وېب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د نومبر په ۱۵ مه نېټه پای ته رسېږي.
نړیوال جام کې ټولې ۴۵ لوبې کېږي.
دا جام د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې ترسره شوی و، چې اتلولي یې ویسټ انډیز ګټلې وه.
۲۰۲۰ م کال کې د شل اوریز نړیوال جام اووم پړاو دی.
۲۰۰۷ م کال کې هندوستان ګټلی و، چې افریقا کې ترسره شوی و او پاکستان پایلوبه کې ماته خوړلې وه.
۲۰۰۹ م کال کې نړیوال جام پاکستان وګاټه، سریلانکا ته یې ماته ورکړې وه او انګلستان کې ترسره شوی و.
۲۰۱۰ کال کې دا جام ویسټ انډیز کې ترسره شو، چې انګلستان وګاټه او اسټرالیا ته یې ماته ورکړه.
۲۰۱۲ م کال کې جام ویسټ انډیز وګاټه، سریلانکا یې کوربتوب وکړ او پایلوبه کې سریلانکا ماته وخوړه.
۲۰۱۴ م کال کې کوربه بنګله دېش و، چې سریلانکا وګاټه او هند ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.
۲۰۱۶ م کال کې د دې جام کوربتوب هند وکړ، ویسټ انډیز یې اتلولي یوړه او پایلوبه کې یې انګلستان ته ماته ورکړه، چې کارلوس برېتوېټ په بېن سټوکس ۴ شپږیزې سر په سر ووهلې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.