د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه سیالیو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په هرو ۴ کلونو کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي.

 د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو نړیوال جام د لمړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې ترسره شو، چې پکې اسټرالیا او ویسټ انډیز پای لوبې ته ورسیدل او ویسټ انډیز پای لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې څخه د بریا په خپلولو سره د لمړي ځل لپاره د دغه جام ګټونکې لوبډله شوه.

په دغه نړیوال جام کې د دویم ځل لپاره کوربه انګلستان د ویسټ انډیز سره پای لوبې ته ورسید، چې پکې بیا هم د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د جام ګټونکې شوه.

 maxresdefault 4 د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

په ترسره شویو ۱۱ پړاونو کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځلې ویسټ انډیز، ۲ ځلې هندوستان او یو یو ځل د پاکستان او سریلنکا لوبډلو د دغه جام اتلولي خپله کړې ده.

 cricket world cup winners د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ هم په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې شاملې دي.

WWWWWWWWWWWWWWWWWW د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

 دغه جام به څه ډول ترسره کیږي ؟

 ګډون کونکې ۱۰ لوبډلې ( اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دیش او افغانستان ) هره لوبډله به یو ځل د بلې لوبډلې سره مخامخ کیږي، چې هره لوبډله په راونډ کې ۹ لوبې ترسره کوي.

د لمړي راونډ څخه به ۴ هغه لوبډلې چې زیاتې سیالۍ یې ګټلې وي، د نیمه پای لوبې ته به لار پیدا کوي او په دغه پړاو کې ګټونکې لوبډلې به تر پای لوبې رسیږي.

 د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته ورتګ د افغانستان او ویسټ انډیز لپاره یو څه ډیر ستونزمن و، خو اوس په نړیوال جام کې لوبیدل او مخکې تګ دومره ستونزمن نه دي.

Mujeeb380 د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟

هغه لوبډلې چې پوره چمتوالي سره پکې ګډون کوي او د لوبډلې ترکیب یې د هرې نګاه نه برابر وي، په دغه جام کې به ښې لاسته راوړنې هم ولري، ځکه په لمړي راونډ کې ۹ لوبې ترسره کیږي، چې پکې د ۶ لوبو ګټل یوه لوبډله په اسانۍ سره تر نیمه پای لوبې رسولی شي.

afghanistan afp 806x605 41521993887 1 د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام به څنګه ترسره کیږي؟
افغانستان د ۲۰۱۸ کال د کولیفای راونډ د فاینل په ګټلو سره کپ ترلاسه کړ

تاسو څه وایاست چې د افغانستان ګډون به څنګه وي ؟