لیکنه: مایا اوپنهایم
ژباړه: ملیحه ناصري
( فایبومایالېژیا) داسې ناروغي ده چې د ځان دردۍ او ستړیا لامل کېږي.
یوه نوې څېړنه ښیي, هغه مېرمنې چې کورني تاوتریخوالي سره مخ دي, دوه چنده د نورو ښځو په پرتله پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
دا څېړنه برمېنګهم او واریک پوهنتون کړې ده. دوی وایي : هغه ښځې چې د خاوند له خوا پرې ظلم کېږي, پر دې ناروغۍ اخته کېږي چې اوږدمهاله ستړیا هم ورسره مله وي.
فایبومایالېژیا داسې ناروغي ده چې حساسیت پکې ډېرېږي , ستړیا لري, ټول ځان یا څټ او شا تخته ورسره درد کوي. ځنډنی کهالت یا ستړیا , د هډوکو د بندونو درد ( مفصلي دردونه) او عضلاتي دردونه لري.
دا څېړنه په ( اېنټرپرسونال وایولېنس) خبرپاڼه کې خپره شوې ده. د همدې ریپوټ یو مولف ډاکټر چانډان وایي : د دې لپاره چې په درېیو مېرمنو کې یوه یې له کورني تاوتریخوالي سره مخ ده ؛ نو د نړیوال روغتیایي سازمان لپاره ستونزه ګڼل کېږي.
د برمېنګهم او دارام پوهنتونونو غړي ډاکتر چانډان ویلي دي چې د ( فایبومایالېژیا) پیدا کېدا درې ستر دلیلونه دي:
لومړی دا چې د تاوتریخوالي په وخت کې او وروسته له هغه وېره او سټرېس موجود وي . دویم کله چې له اروایي او جسمي پلوه څوک له تاوتریخوالي سره مخ شي . بل دا چې له اروایي پلوه , تاوتریخوالی ورسره وشي.
دا چې څه ډول اروایي, جسمي او ټولنیزې پایلې لري ؛ نو ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
دا هم اړینه نه برېښي چې د کورني تاوتریخوالي پایله دې فایبومایالېژیا وي. یا که څوک پرې اخته هم وي کېدی شي د کورني تاوتریخوالي له امله نه وي.