د کورش لوبي ملي لوبډله قزاقستان ته ولاړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مسئولینو په خبره د افغانستان د کورش لوبي ملي ټيم په نړیوالو لوبو کي د ګډون په موخه پرون سې شنبه قزاقستان هیواد ته ولاړ.
79683409 2410822752561512 5404378209212956672 n د کورش لوبي ملي لوبډله قزاقستان ته ولاړه
د کورش دا نړیوالي لوبي نن د ډیسمبر په ۱۱مه نېټه د قزاقستان په کوربتوب پيلیږي او تر ۷ ورځو دوام وروسته د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۷مه نېټه پای ته رسیږي.
په دې نړیوالو لوبو کي د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۶۱ هیوادونو څخه د کورش لوبي لوبغاړي ګډون کوي.
ټاکل سوې په دې سیالیو کي ۴ نارینه افغان لوبغاړي په بیلابیلو وزني کټګوریو کي د خپلو سیلانو په وړاندي میدان ته کښته سي او سیالۍ ترسره کړي.
78822485 2410822849228169 6884120457025421312 n د کورش لوبي ملي لوبډله قزاقستان ته ولاړه
پرون د سې شنبې په ورځ د یادو ۴ افغان لوبغاړو سره قزاقستان هیواد ته تر سفر مخکي د المپیک د ملي کمېټې تخنیکي مرستیال حمیدالله کبیر ولیدله.
79776918 2410822355894885 135022905518981120 n د کورش لوبي ملي لوبډله قزاقستان ته ولاړه
حمیدالله کبیر یادو افغان لوبغاړو ته د کورش په نړیوالو لوبو کي د ښه ځلېدو هیله وښوده او د هر ډول همکاریو ډاډ ئې ورکړ.