د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ سبا پیل کیږي.
د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه سبا د یکشنبې په ورځ پیل کیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې دي.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې به ټولې ۱۰ لوبډلې ولوبیږي، چې د پوره عړیتوب ۸ لوبډلې ( اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله دیش ) لا د وړاندې پکې ځای لري، خو پاتې ۲ لوبډلې به د همدې غوراوي پړاو سیالیو څخه ورته لار پیدا کړي.
د سبا ورځ په لمړیو سیالیو کې به افغانستان د سکاټلینډ، زیمبابوې د نیپال، ایرلینډ د هالینډ او متحده عربي امارات به د پي این جي خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو په دې سیالیو کې ګډون کوونکو لوبډلو د رسمي سیالیو وړاندې تمریناتي لوبې هم ترسره کړې چې پکې افغانستان په لمړۍ لوبه کې ویسټ انډيز ته ماتې او په دویمه لوبه کې یې د هالینډ خلاف سیالي د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالنیډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.
د غوراوي پړاو په دې سیالیو کې به افغان لوبډله په خپلې رسمي لمړۍ لوبه کې د مارچ په ۴ مه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه د هالینډ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه د نیپال لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ځي.
که افغان لوبډله په لمړي پړاو کې د ۴ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې هم بریا خپله کړي، نو دویم پړاو ته په اسانۍ سره لار پیدا کولی شي او د سوپر سیکس یا ۶ لوبډلو مرحلې ته به ورسیږي.
د سوپر سیکس پړاو کې به هم هره لوبډله ۳ نورې لوبې ترسره کوي، چې د دوه لوبو په ګټلو سره نېمه پای لوبې ته رسیدلی شي او نیمه پای لوبه کې د بریا په خپلولو سره د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسیدلی شي.