د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د افغانستان په ماتې سره پیل شوې

سپینه تجريدي ډیزاین

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې، چې پکې افغان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف ماتې وخوړه.
افغانستان د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنې سره د محمد نبي عیسی خیل د ۹۲ منډو جوړولو سره د سکاټلینډ لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ، خو سکاټلینډۍ لوبډلې دغه هدف د ۷ ویکټو په درلودلو سره د کالم میکلیوډ د ۱۵۷ ناسوځیدولو منډو جوړولو سره په اسانۍ سره ترلاسه کړ او په روان ټورنمنټ کې یې لمړۍ بریا خپله کړه.
د غوراوي پړوا په دې لمړۍ سیالۍ کې راشد خان د اضغر ستانکزي په نشتون کې د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړه، چې نه یوازې لوبه کې ماتې وخوړه؛ بلکې د خپل ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو بد ترین بالینګ هم ترسره کړ، چې په ۹ اورونو کې ۶۸ منډې وکړې.
د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب د ۱۰ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې، چې په لمړۍ ورځ افغانستان د سکاټلینډ څخه، نیپال د زیمبابوې څخه، هالینډ د ایرلینډ څخه او پي این جي د متحده عربي اماراتو څخه ماتې وخوړې.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې به ټولې ۱۰ لوبډلې ولوبیږي، چې د پوره عړیتوب ۸ لوبډلې ( اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله دیش ) لا د وړاندې پکې ځای لري، خو پاتې ۲ لوبډلې به د همدې غوراوي پړاو سیالیو څخه ورته لار پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به په خپلې دویمې سیالۍ کې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د زیمبابوې خلاف بخت و ازمايي، چې ګټل یې افغان لوبډلې ته زیات اړین دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالنیډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.