څلور میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی و، چې د نړیوال شل اوریز جام لپاره هر کرکټ بورډ کولای شي، دېرش لوبغاړي اعلان کړي؛ خو د شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۴ مه یې اعلان وکړ، چې هر کرکټ بورډ باید د لوبډلې جوړولو په پار ۲۳ لوبغاړي ولري.
افغانستان د نړیوال جام لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې؛ خو د پاکستان پر وړاندې یې لوبو ته ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
لا هم لوبډله سریلانکا ته نه ده تللې او هېوادوال له کرکټ بورډ غواړي، چې لوبډله سریلانکا ته واستوي.
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې په ۲۳ کسانو کې به ۱۵ لوبغاړي وي او ۸ به د رهبري سټاف وي.
یادې شورا دا هم ویلي چې د سپټمبر تر لسمې باید هر کرکټ بورډ خپلې لوبډلې اعلان کړي.
نن د اګسټ ۱۵ مه ده او تر راتلونکو پنځه ویشت ورځو باید لوبډلې اعلان شوې وي.
نړیوال جام لوبې به په عمان او عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا دا هم زیاته کړې، چې د اعلان شوو لوبغاړو سربېره دې، نور اضافي لوبغاړي هم له ځان سره ولري، چې د کورونا ویروس پرمهال چې کوم لوبغاړي ته ستونزه پېدا کېږي، نو اضافي لوبغاړي به یې ځای ډکوي.
بل پلو شورا په دې هم ټینګار کړی، چې لوبډلې کولای شي د خپلې اړتیا پر بنسټ لوبغاړي له ځان سره ولري.
د کرکټ نړیواله شورا ولې داسې طرحه جوړه کړې؟
د کرکټ نړیواله شورا ځکه دا چاره ترسره کوي، چې په نړۍ کې د کورونا وبا شته او دوی یې هم جدي ګڼي؛ نو کوم لوبغاړي ته که غېر عادي سر درد، ټوخی یا زکام پېدا کېږي، ژر قرنطین کېږي او پر ځای یې بل لوبغاړی اخیستل کېږي؛ نو پر دې اساس لومړیو کې پنځلس لوبغاړي په رسمي ډول او نور لوبغاړي به په ریزرف ډول له لوبډلو سره وي.
نړیوال جام کله دی؟
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې نړیوال شل اوریز جام به د اکټوبر په ۱۷مه په عمان او عربي متحده اماراتو کې پیل شي.
۶۳ ورځې وروسته به نړیوال جام لوبې پیل شي او افغان لوبډله هم پکې شامله ده.
دا جام د نومبر په ۱۴ مه پای ته رسېږي.