د کرکټ د نړۍ هغه بالران، چې هېڅ نو بال یې نه دی کړی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

د کرکټ لوبو کې داسې بالران هم تېر شوي دي، چې په خپل ټول کرکټ کې کېریئر کې یې هېڅ ( نو ) بال نه دی کړی.

نو بال د یوې لوبډلې او بالر لپاره د زهرو ګوټ دی، چې تېروي یې، ځکه مقابلې لوبډلې ته لومړی مفته منډه په لاس ورځي، که د نوبال ترسره کېدو سره په بال بونډري راشي، نو پنځه یا هم اووه منډې حتمي او توپ هم نه حسابېږي.

بل زیان یې دا دی، که توپ وهونکی پرې کېچ او یا هم بولډ شي، بیا هم اوټ نه حسابېږي.

وروسته پرېکړه بیا داسې کېږي، چې لوبڅار فري هيټ ورکوي او فري هېټ د توپوهونکي لپاره زرین چانس وي، چې بله بونډري هم راولي او په دې توګه په یو توب ۹ او یا هم ۱۳ منډې راتللی شي.

په کرکټ کې هغه بالران ډېر بریالي دي، چې نو او وایډ یا پراخ بال نه ترسره کېږي.

 

ډېنېس لیلي

د اسټرالیا پخوانی فسټ بالر دی، چې په ۱۹۸۴ کې یې نړیوال کرکټ کاوه، ده په خپلو ټولو ۷۰ ټېسټ او ۶۳ یو ورځنیو لوبو کې هېڅ نو بال نه دی کړی.

هغه په دې لوبو کې ۳۵۵ وېکټې اخیستي دي او هم یې ۲۳ ځلې د ۵ وېکټو اخیستلو یو ریکارډ جوړ کړی دی.

11.jpg

عمران خان

د پاکستان الراونډر لوبغاړی و، چې په ۱۹۹۲ کې د پاکستان لوبډلمشر و، ده په ۸۸ ټېسټ او ۱۷۵ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ زره توپونه ترسره کړي، چې ۳۶۲ وېکټې یې اخیستي دي.

ده په دې لوبوکې هېڅ نو بال نه دی ترسره کړی.

2.jpg

ایئن باتم

ایئن باتم د انګلستان د توپوهنې الراونډر و، چې منځنۍ توپ اچونه یې هم کوله، دی له ۱۹۷۶ څخه تر ۱۹۹۲ پورې ولوبېد، په خپل ۱۶ کلن کېریئر کې یې هېڅ نو بال نه دی ترسره کړی.

ده ۱۰۲ ټېسټ او ۱۱۶ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، ۳۸۳ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.

په خپل ټول کېرېئر کې یې ۲۸ زره بالونه ترسره کړي دي.

3.jpg

 

لېنس ګېبز

دی د ویسټ انډیز اف برېک بالر و، چې په ۱۹۵۸ کې یې لوبې کولې، ده ۷۹ ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې کړيو چې ۲۷ زره توپونه یې ترسره کړي او هېڅ نو بال یې نه دی کړی.

4.jpg

باب وېلېس

د انګلستان پخوانی فسټ بالر دی، چې اوس ۷۲ کاله عمر لري، نوموړی په ۱۹۸۴ کې له نړیوالو لوبو تقاعد شو او ۱۹۷۱ کې لوبو ته راغلی و.

۹۰ ټېسټ او ۶۴ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۱ زره توپونه ترسره کړي دي، چې هېڅ نو بال یې پکې نه دی کړی.

 

فریډ ټرومن

د انګلستان پخوانی چټک توپ اچوونکی دی، چې ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۶۵ پورې لوبېده، ده ۶۷ ټېسټ لوبې کړي، چې ۱۵ زره توپونه یې پکې کړي او هېڅ نو بال یې نه دی ترسره کړی.

6.jpg

ګرېم سوان

د انګلستان اف برېک بالر و، چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې لوبډله کې ولوبېد، دی د نوي عصر یو له هغو توپ اچوونکو څخه دی، چې نو بال یې نه دی کړی.

۶۰ یې ټېسټ او ۷۹ یې یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

ټول ۱۹ زره توپونه ترسره کړي دي.

د پاکستان سید اجمل هم د نوي عصر له هغو بالرانو څخه دی، چې په نړیوال کرکټ کې یې نو بال نه دی کړی.

66.jpg