ليکنه: سميع الله درانی
کرکټ بورډ، د بودیجې کمښت او کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسول.
د کرکټ بورډ د مشرتابه او بشري سرچینو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته ورسول شول.
د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو د مسوول ضیاءالحق ضیاء په وینا:
«د بوديجې د کمښت او په کاري برخه کې د کیفیت رامنځته کولو په موخه دا ډېره اړینه وه، څو موږ دغه ګام پورته کړو، دا چې اوسمهال د بودیجې له کمښت سره مخ یو نو د ادارې پر ځان بسیاینه او مالي ثبات ډېر مهم دی نو پر همدې بنسټ مو یاد ګام پورته کړی دی».
هغه همدارنګه زیاته کړه ((د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شا وخوا یو ملیون افغانۍ او د کال تقریباً ۱۲ ملیون افغانۍ کېږي. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګیږي چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شي)).
دغه راز د یادونې وړ ده چې د ادارې د پالیسي پر بنسټ به یادو ټولو کارکوونکو ته د راتلونکې سپټمبر میاشتې معاش هم لېږل کېږي.
د کرکټ بورډ د بشري سرچینو مسئول که څه هم د دري څلوېښت کسانو د کمولو خبره کړې ده؛ خو د دغو کسانو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي، چې دا کسان څوک وو او په کومو مقامونو یې کار کاوه.