د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
ملينګا ۱۶ کلن وو چي نړیوال کریکټ يې پيل کړ.
د سريلانکا پياوړی توپ اچوونکی د تيري جمعې په ورځ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد سو.
ملينګا هغه نوم دی چي د کريکټ د نړۍ پخواني لوبغاړي،مينوال او اوسني کريکټران یې په تقاعد خواشيني سوله.
ملينګا ۱۵ کلونه د سريلانکا لپاره ډير اغيزناک کريکټ وکړ او همدارنګه په ۴ نړيوال جامونو کي هم ولوبيدی.
ملينګا ډيري لاسته راوړني لري خو په يو څو يې موږ تاسو خبروو.
images 16 د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!
۱ـ ملينګا په ۲۲۶ يورځنيو لوبو کي ۳۳۸ ويکټي ترلاسه کړي چي  په نړيواله سطحه لسم لوبغاړی دی او همدارنګه د سريلانکا لپاره تر موتيا موراليدرن چي ۵۳۴ او چميندا واس وروسته چي ۴۰۰ ويکټي يې ترلاسه کړي وې دريم ډيري ويکټي اخيستونکی لوبغاړی دی.
۲ـ لاسيت ملينګا په نړيوال جامونو کي ۵۶ ويکټي ترلاسه کړي،چي په ټولو توپ اچوونکو کي دريم مقام لري.
يوازي ګلين مکګرات چي ۷۱، او موتيا موراليدرن چي ۶۸ ويکټي يې ترلاسه کړي تر ملينګا مخته دي.
ملينګا په ۴ نړيوال جامونو کي ګډون کړی( ۲۰۰۷ز ، ۲۰۱۱ز ، ۲۰۱۵ز ، او ۲۰۱۹ز).
نوموړي په هر نړيوال جام کي تر ۱۲ ډيري ويکټي ترلاسه کړي،بل هيڅ توپ اچوونکي په ۳ نړيوال جامونو کي هم تر ۱۰ ويکټي ډيري ندي اخيستي.
ملينګا په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي ۱۸، په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي ۱۳، په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ۱۲ او همدارنګه په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي ۱۳ ويکټي ترلاسه کړيدي.
images 17 د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!
۳ـ ملينګا په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي ۳ هيټريکونه کړي،چي دا ترټولو توپ اچوونکو ډير هيټريکونه دي.
نوموړي په ۲۰۰۷ز کال کي د سويلي افريقا په وړاندي، په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي د کينيا په وړاندي او په ۲۰۱۱ز کال کي د اسټراليا په وړاندي هيټريکونه ترسره کړيدي.
ملينګا په ۲۰۰۷ز کال کي د سويلي افريقا ۴ لوبغاړي پرلپسې وسوځول چي تر اوسه بل توپ اچوونکی د ۴ پرلپسې ويکټو په اخيستلو ندی توانيدلی،دا د نوموړي لومړی هيټريک وو.
۳۵ کلن ملينګا  د ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پوري په يو ورځنيو لوبو کي ۱۶۳ ويکټي واخيستلې، او ۴۸ ميډن اوورونه يې ترسره کړه،پدغه دوران کي هيڅ توپ اچوونکي دده په پرتله ډيري ويکټي ندي ترلاسه کړي.
د ملينګا د نړيوال کريکټ پيل په زړه پوري وو،نوموړي په ۴۵ لوبو کي تر ۲۰۰۷ز کال پوري ۶۷ ويکټي واخيستلې.
لاسيت ملينګا د ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۰ز کال پوري دوامداره کريکټ وکړ او پدغه لړ کي يې ۴۱ ويکټي په ۳۰ لوبو کي ترلاسه کړې.
ملينګا تر يوڅه وخته د لوبډلي څخه ليري وو،نوموړي په ۲۰۱۶ز کال کي حد اقل يوه يو ورځنۍ لوبه هم ونه کړه.
د يارکر باچا د ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کال پوري په ۴۹ لوبو کي ۶۷ ويکټي اخيستي دي.
images 15 د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!
۴: لاسيت ملينګا تر ۲۱۵ ډيري ويکټي په هغو لوبو کي اخيستي چي سريلانکا ګټلي او ۱۱۲ ويکټي يې په هغه لوبو کي اخيستي چي سريلانکا بايللي دي.
۵ـ ملينګا په ۱۴ اسيا کپ لوبو کي ۲۹ ويکټي ترلاسه کړي چي تر موتای موراليدرن وروسته چي په ۲۴ لوبو کي يې ۳۰ ويکټي اخيستي، دويم ډير ويکټ اخيستونکی توپ اچوونکی دی.
نوموړي په ۲۰۱۴ز کال اسياکپ په ګټلو کي په پايلوبه کي د خپل هيواد لپاره ډير ګټور تمام سو،نوموړي په پايلوبه کي د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۵ ويکټي ترلاسه کړې.
۶ـ لاسيت ملينګا په يو ورځنيو لوبو کي ۸ ځلي ۵ ويکټي اخيستي دي چي تر اوسه بل توپ اچوونکي ندي اخيستي.
malinga 650 031716121717 د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!
۷ـ ملينګا ۶ ځلي شين واټسن سوځولی دی، ورپسې يې شاهد افريدی،مارټين ګوپټیل او محمدحفيظ ۵ ځلي اوټ کړيدي،وريندر سيواګ او محمدحفيظ يوازني توپوهونکي دي چي د ملينګا له لوري ۲ ځلي په صفر منډو سوځيدلي دي.
۸ـ په يو ورځنيو لوبو کي ملينګا خپله لومړنۍ نیمه سلیزه د اسټراليا په وړاندي په ۲۰۱۱ز کال کي ووهله چي ۵۶ يې ترټولو لوړه توپوهنه ده.
نوموړي د انجيلامتيوز سره په نهمه ويکټه د ۱۳۲ منډو ملګرتيا کړې،چي دا په يو ورځنيو لوبو کي په نهمه ويکټه ترټولو اوږده ملګرتيا ده.
سريلانکا ۲۴۰ منډو هدف ته ځان رسوی،
هغه مهال چي متيوز او ملينګا سره يوځای سوله د سريلانکا په ۱۰۷ منډو کي ۸ ويکټي تللي وې،خو بيا هم لوبه سريلانکا په يوه ويکټه وګټله.