د کراټې افغان لوبغاړو ایران کي مډالونه ګټلي.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د کراټې ملي لوبډلي د ایران په کوربتوب د ګلستان کپ په لومړي پړاو سیالیو کي درې بیلابیل مډالونه ګټلي او د یادو مډالونو په ګټلو سره ئې درېیم مقام خپل کړی.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کي دوه د سرو زرو او یو بیا د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي یاد درې واړه مډالونه د افغان لوبډلي لپاره کاظم علیخاني، مهران واحدي او خیرالله واحدي ګټلي.
دا لوبي د ایران په ګلستان ښار کي تېره پنجشنبه پيل سوي وې او پرون شنبه پاي ته ورسېدې.
په دې سیالیو کي د افغانستان، روسیې، عراق، ترکیې، آذربایجان، ګرجستان، نخجوان، کردستان عراق او ارمنستان هیواد سربیره د ایران څخه ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو.
په دې سیالیو کي د افغانستان څخه ۱۰ لوبغاړو سیالۍ ترسره کړې، چي څلورو د ځوانانو په کټګوري کي او شپږو بیا د لویانو په کټګوري کي لوبي ترسري کړې.

دا لومړۍ ځل وو چي د ګلستان کپ په نوم د کراټې نړیوالي لوبي د ایران په کوربتوب ترسره سوې، چي پکښي کوربه ایران لومړی، عراق دوهم، افغانستان درېیم، آذربایجان څلورم او ارمنستان بیا پنځم مقام خپل کړ.