د کاناډا لومړی وزیر جسټین تروډو د ممبيي په یو ماښام کې له شاه روخ خان او نورو فلمي ستورو سره

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د کاناډا ځوان لومړی وزیر د نړۍ د هغو ګوتو په شمیر چارواکو څخه دی چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې زیات مینه وال لري. هغه کله له سوریايي کډوالو سره اوښکې تویوي او کله د کډوالو هرکلي ته په خپله هوايي ډګر ته ورځي. خو کله ناکله د سینمايي ستورو سره هم په غونډو کې راڅرګندیږي.
نوموړې د سه شنبې په ورځ  د هندوستان فلمي او تجارتي ښار ممبيي ته تللی و. او هلته یې په یوه ماښامنۍ کې د هند د فلمي ستورو سره ګډون وکړ.
جسټین تروډو چې طلایي شیرواني یې په تن کړې وه او کورنۍ یې هم ورسره وه، په دې ماښامنۍ کې د هند د سینما له ستورو شاه روخ خان، عامر خان، فرحان اختر او ګڼو نورو مشهورو څیرو سره وکتل.

د کاناډ لومړي وزیر سره یې میرمن او دوه ماشومان هم دې سفر کې ملګري وو

نوموړې د شاه روخ خان سره د مخ کیدو له کبله خپله خوښي پر خپل ټویټر هم څرګنده کړه. د کاناډا لومړي وزیر پر خپل ټویټر ولیکل:


ژباړه:
” !نن موږ د بالیوډ او کاناډا د فلم اینډسټري ترمنځ ټینګې اړیکې او د شریک تولید نوې فرصتونه ولمانځل. او په دې برخه کې خپله له شاه روخ خان پرته څوک ښه مرسته کولی شي. خوښ شوم چې درسره مې وکتل شاه روخ خان. “
د کاناډا لومړی وزیر پر شاه روخ خان سربیره، له عامر خان، انوپام خیر، فرهان اختر او ګڼو نورو سینمايي ستورو سره د ممبيي په دې لنډ ماښامي کې وکتل.

جسټین تروډو له عامر خان سره

جسټین تروډو د نړۍ د هغو واکمنو څخه دی چې په نړیوال کیدو باور لري، د بیلابیلو کلتورونو سره مینه څرګندوي، د نړۍ د اقلیم د خرابۍ د مخنیوي په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکی دی.
په عکسونو کې انوپام خیر هم د کاناډ له لومړي وزیر سره لیدل کیږي

د فلمي ستورو تود او د سیاسي چارواکو سوړ هرکلی
که ممبيي کې د هند سینمايي ستورو د کاناډا د لومړی وزیر جسټین تروډو تود هرکلی کړی خو راپورونه وايي چې په نوي ډیلي کې بیا د کاناډا صدراعظم ته د سیاسي چارواکو هرکلی ډیر سوړ و.
هندوستان پر کاناډايي چارواکو شک لري چې ګوندې د سکهانو د بیلتون پالنې د غورځنګ ملاتړ کوي.
کاناډا چې تر نیم میلون زیات سکهـان اتباع لري او په یو شمیر مهمو دولتي څوکیو یې هم سکهان کار کوي، د نوي ډیلي چارواکي یې د سخت دریځو او بیلتون غوښتونکو سکهانو سره په نرم چلند ملامته ګڼي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د جسټین ټروډو هرکلی ته نه و ورغلی، او نه یې په خپل ټویټر ددې سفر په اړه څه ویلي دي.
جسټین تروډو په امراتسر کې د سکهانو سپڅلي طلايي زیارت ته هم ورغی او او هلته یې هغه ځای هم وکوت چې په کې په 1984 م کال د هندي ځواکونو او سکـهـ بیلتون غوښتونکو ترمنځ د خونړۍ جګړې شاهد و.
د یادونې وړ ده چې د جسټین تروډو په کابینه کې د کاناډا د دفاع وزیر هرجت سجن چې یو سکهـ دی هم له نوموړي سره په دې سفر کې موجود وو.
خو د هند د پنجاب ایالت له اعلی وزیر سره په خبرو کې د کاناډا لومړي وزیر ویلي هیواد یې د سکهـ بیلتون غوښتونکو هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.
ټاکل شوې نوموړی به د جمعې په ورځ په نوې ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري او وبه کتل شي چې څومره د ډیلي چارواکو ته په دې هیواد کې د نه مداخلي په اړه ډاډ ورکولی شي.