د جمعې په ورځ د ویسټ انډیز هیواد په کورني لیګ ‹‹CPL›› کې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې مشهور لوبغاړي انډري رسل په ۱۴ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې دا د کارابین لیګ په تاریخ کې ترټولو چټکه نیمه سلیزه وه.
رسل چې د ویسټ انډیز هیواد په یاد لیګ کې له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره لوبیږي، د جمعې د ورځې په لوبه کې د سېنټ لوشیا کېنګز لوبډلې پر وړاندې په پنځم نمبر توپوهنې ته راغی.
هغه چې دا نیمه سلیزه یې په ۱۴ توپونو ووهله، ۶ شپږیزې او ۳ څلوریزې پکې شاملې وې، چې د توپوهنې سټرایک رېټ یې ۳۵۷،۱۴ و.
د کارابین لیګ په تاریخ کې چټکه نیمه سلیزه وهونکې لوبغاړي
۱- انډري رسل: ۲۰۲۱م کال، په ۱۴ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.
۲- ډامني: ۲۰۱۹م کال، په ۱۵ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.
۳- ایون لیویز: ۲۰۱۹م کال، په ۱۷ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.
۴- سوهیل تنویر: ۲۰۱۴م کال، په ۱۸ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.
۵- کیرون پولارډ: ۲۰۱۸م کال، په ۱۸ توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.