ليکنه او راټولونه
دا یوه طبیعي خبره ده کله چې انسان له کور څخه بهر د کوم ناسم کار، یا خپلې موخې ته د نه رسېدو او یا هم د یو چا له لوري د ناوړې خبرې په اورېدو خپه شي نو چې په کور کې یې د ژوند شریک نېک خویه، د خپلې طبعي او حکم منونکي وي، نو کور ته په راتلو سره یې سم دباندې ټول غمونه ختم یا سپک شي. خو که د چا د ژوند ملګرې بد خویه، جنجالي او له حکم څخه یې سر غړوونکې وي نو دباندې به هم غمجن، خپه او په مصیبت اخته وي. نو د ژوند د شریک په غوره کولو کې باید له هر څه نه دیندارۍ ته ډېره پاملرنه وشي او هڅه وشي داسې ښځه چې یو بل درک کړئ افهام او تفهیم ولرئ ترڅو ژوند مو په خوشالۍ تېر شي.
ابو امامه رض له رسول الله ص څخه روایت کوي چې رسول الله ص به ویل: مومن د الله ج څخه له وېرې وروسته له بل هېڅ شي نه دومره زیاته ګټه نه ده ترلاسه کړې لکه د یوې نیکې ښځې څخه، چې کله حکم ورته کوي خبره یې مني، چې ورته ګورې زړه یې خوشالېږي، که په یو شي لوړه وکړي نو مېرمن یې د لوړې په سرته رسولو کې مرسته ورسره کوي او که له کور څخه دباندې وي نو مېرمن یې د ځان او مال ساتنه کوي.
بل حدیث کې ویلي: ستاسو له دنیا څخه ماته درې شیان ډېر خوښ دي ښځې، عطر او د سترګو یخوالی مې په لمانځه کې دی، ځکه چې رسول الله ص ته د دنیا حقیقت په بشپړ ډول ور معلوم وو.
هېڅ انسان پوره نه دی، خو د یوې ښې ښځې موندل د هغې له نیمګړتیاوو سره سره، په دې مانا ده چې تاسو یو ښه او غوره شخص د ځان لپاره پیدا کړی دی.
هېڅ سړی نشي بریالی کېدای پرته له دې چې تر شا یې یوه ښه ښځه نه وي، دا به مور یا مېرمن وي او که چېرې دواړې وي، بیا نو بې له شکه دا سړی دوه چنده بختور دی.
هیرولد میکملن وایي: هغه تاسې ته زړه درکوي چې غوره شخص شی یوه ښه ښځه او مېرمن تاسو ته مثبت ځواک او انرژي درکوي، څو تاسو د دې احساس وکړی چې تاسې د هر ډول کار د سر ته رسولو وړ او لایق یئ.
سره له دې چې مجبوره به هم نه وي او پر ځای یې تاسې سره د موخو او خوبونو په لاس ته راوړلو کې مرسته کوي.
د څېړنو له نظره ښه ښځه او مېرمن هغه ده چې له تاسو سره د یو بد عادت په ماتولو کې مرسته وکړي یا هغه څرنګوالی چې د ژوند موخه نه وي، را ټیټ کړي.
ښه ښځه هغه ده چې نه یوازې له امله یې تاسو د نیکمرغۍ احساس کوی؛ بلکې تاسو ته په ژوند کې د یوه سوکاله مقام غوښتونکې هم ده.