د ښځينه لوبغاړو د ټېسټ سیالیو تاریخچه، د هند او اسټرالیا اوسنۍ لوبې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

د ښځينه وو لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالیو تاریخچه تر دویمې نړیوالې جګړې رسېږي، لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه چې د ښځينه وو لوبډلو لخوا ترسره شوه، په ۱۹۳۴ م او ۳۵ کلونو کې ترسره شوه، چې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه.

دا لوبې د غرب لخوا په کرکټ کې د ښځينه وو او نارینه وو مساوات په خاطر رامنځته شوي او موخه یې دا ده چې نارینه پنځه ورځنی کرکټ کولی شي، نو ښځينه یې هم وړتیا لري.

لومړۍ ټېسټ کرکټ لوبه چې د اسټرالیا او انګلستان ښځينه وو ترمنځ ترسره شوه، درې ورځنۍ وه او دا لوبه د اسټرالیا په برېسبېن سیمه کې ترسره شوه.

له ۱۹۳۴ څخه تر دې دمه ټولې ۱۴۱ ښځينه ټېسټ لوبې ترسره شوي دي.

خو د نارینه وو او ښځينه ټېسټ کرکټ کې دومره فرق دی، چې د ښځينه وو ټېسټ کرکټ لوبې د څلور ورځې ترسره کېږي.

د نارینه وو ټېسټ لوبه کې ښایي یوه ورځ کې ۱۷ ساعته لوبه هم وشي، خو د ښځينه لوبې کې تر ۱۵ ساعتونو پورې لوبه غځېدلی شي.

د ښځينه وو لوبه کې تر سلو (۱۰۰) پورې اورونه ترسره کېدلی شي او هم د نارینه وو په پرتله یې لوبغالی کوچنی او بونډریانې لنډې وي.

انګلستان، اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې د ښځينه وو ټېسټ لوبې له ۱۹۳۴ کال څخه ترسره کېږي او همدې کال کې تاسیس شوي دي.

دې هرې لوبډلې تقریباَ ۴۵ او ۴۵ لوبې کړي دي.

افریقا بیا څلورم هېواد و، چې ښځينه لوبډلې یې په ۱۹۶۰ کې ټېسټ لوبه ترسره کړه.

دې لوبډلې ۱۱ ټېسټ لوبې کړي دي.

وروسته بیا هندوستان، ویسټ انډیز، پاکستان، ایرلېنډ، نېدلېنډ او سریلانکا هم ښځينه لوبډلې جوړې او ټېسټ لوبې یې ترسره کړې.

له ډېرې مودې وروسته په ۲۰۱۹ اپرېل کې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ یواځې یوه ټېسټ لوبه ترسره شوه، چې دا د ښځینه وو لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبو بیا پیل و.

 

د هند او اسټرالیا ښځينه لوبډلو ټېسټ سیالي

د هندوستان کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته د درې یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یوې ټېسټ لوبې لپاره سفر کړی دی.

تاریخي ټېسټ لوبه به په ګلابي یا پېنک بال ترسره شي دا لوبه د سپټمبر په ۳۰ مه په پېرت سیمه کې په پام کې نیول شوې ده.

دا به د ۲۰۲۱ کال د ښځينه وو ټېسټ لوبډلو لومړۍ لوبه وي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.