د ښځو ۲۳ کلني افغان فوټبال لوبډلي د تاجکستان څخه هم ماته وخوړه.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د ښځینه وو ترمنځ د آسیا په مرکزي آسیایي سیالیو کي افغان ۲۳ کلني ښځینه لوبډلي خپله درېیمه لوبه پرون یکشنبه د تاجکستان ۲۳ کلني ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبډلي د تاجکستان څخه ۵ ګولونه پر ۱ ماته وخوړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي تر ۲۳ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ په آسیایي سیالیو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.
افغان ښځینه ۲۳ کلني ملي لوبډلي په خپله لومړۍ لوبه کي تېره جمعې ورځ ترکمنستان ته ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا تېره شنبه د ازبکستان څخه ۱۰ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.
ټاکل سوې افغان ټیم په یاد ټورنمنټ کي خپله څلورمه لوبه نن سې شنبه د قرغزستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا راتلونکې پنجشنبه د ایران ۲۳ کلي ښځینه ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون کوربه تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران شتون لري.

د ۲۳ کلنو څخه د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټبال دا مرکزي آسیایي لوبي د تاجکستان په کوربتوب تېره جمعه پیل سوې او تر راتلونکي پنجشنبې پوري دوام کوي.