لیکنه: آلما افغان
افغانستان کې دا دود دی چې جامې ښځې مینځي او پاکوي، دا بیا په یوه تشت یا لګن کې په صابون مینځي، د نورې نړۍ په شان هغسې پریمانه امکانات نه لري چې ماشین واخلي او ویې مینځي، خو اوس یو څه پرمختګ شوی، ځیني خلکو له ماشینونو استفاده کوي.
تر څنګ یې، روانو جنګ جګړو او بدو حالاتو ډیر افغانان مجبوره کړي چې اروپايي او نورو هیوادونو ته ولاړ شي، هلته بیا مجبوره وي چې خپلې جامې خپله ومینځي، خو دا چې دوی خپلې جامې څنګه ومینځي؟ له مینځلو وړاندې او وروسته باید څه وکړي؟ دا ټول مې دلته د یوې ښځینه په صفت واضح کړي، ځکه دا ماته هم تجربه شوي او روسره مخ شوې یمه، نو غوره بولم چې تاسې ته یې هم ووایم، راسره ویې لولئ:
۱- له وینځلو لس دقیقې وړاندې د جامو لندول
کله چې تاسې کالي د مینځلو لپاره راټول کړل، نو هڅه وکړئ تر مینځلو د مخه يې د لس دقیقو لپاره په تړمو اوبو او د جامو مینځلو په پوډرو کې پاسته کړئ، ځکه دا چاره تاسو سره مرسته کوي چې د کالو خیري مو پاسته او په اسانه لیرې کړي.
یوه ډیره اړینه مسله داده چې سپین رنګه جامې ډیری میرمنې تر مینځلو د مخه په بلیچ یا رټه وړونکې مایع کې لمدوي، خو پام مو وي چې لومړی بلیچ په پلاستیکي یا هم نیکلي لوښي کې په اوبو کې ګډ کړئ او بیا پکې جامې د څو دقیقو لپاره پریږدئ!
مګر؛ که د جامو مینځلو په هغه لګن چې له ارمونې جوړ شوی او زنګ هم کوي جامې پکې د بلیچو سره لمدې پریږدئ، نو سپینې جامې به نه یوازې دا چې ځلا ونکړي، بلکې د زنګ رنګ به هم ورسره ورګډ شي.
۲- کالي ګډوډ مه پریمینځئ
په یاد ولرئ!
که چیرته تاسو جامې مینځئ، نو هڅه وکړئ ګډې وډې يې مه پریمنځئ، ځکه چې دا کړنه مو ددې لپاره ګټوره ده چې رنګ اچوونکې جامې به نورو جامو ته رنګ نه انتقالوي او نه به مو جامې خرابې شي.
که تاسو رنګ اچوونکې جامې د نورو جامو سره ګډې کړئ، نو نه یوازې دا چې جامې مو پاکې نشوې، بلکې د بل رنګ د یوځای کولو سره مو جامې د بیا ځلې استعمال نه هم وویستې.
۳- په یخو اوبو جامې مه مینځئ
په یخو یا هم سړو اوبو کالي هیڅکله په سم شکل نه پاکیږي، هڅه وکړئ، اوبه ورته تودې کړئ، ځکه چې تودې اوبه خیری ژر له لمنځه وړي او که جامې مو غوړې یا هم کومه بله رټه ولري، نو په ګرمو اوبو سره په اسانۍ لمنځه ځي، مګر برعکس په سړو اوبو خیری په سم ډول نه پاکیږي.
۴- د جامو غاړه، لستوڼي او پینڅې سمې موښل
په کالو مینځلو کې مو پام اوسه چې ډیر پکې د کمیس غاړه او لستوڼي سم وموښئ او هم پینڅې، ځکه د جامو دا برخې یو څه پټ خیري لري، که مو ورته پام نشي، نو جامې به مو خیرنې پاتي شي، نو د پاکو جامو مینځلو لپاره په دې برخو د نورو سربیره ځانکړې پاملرنه وکړئ.
دا د یو با سلیقه او پاکو جامو مینځوونکې میرمنې نښه ده.
۵- جامې څو ځله کنګال کړئ
جامې په صابون او صرف مینځلو وروسته باید په خالصو اوبو څو، څو ځله کنګالې کړئ، ځکه په یو او دوه ځله کنګالولو جامې نه پاکیږي او هغه رټه چې په جامو د صابون او پوډرو له امله پاتې کیږي هم لمنځه نه ځي، نو هڅه وکړئ جامې سمې او څو څو ځله په پاکو اوبو کې کنګالې کړئ.
۶- جامې په چپه ډول په تناب هوارې کړئ
ددې چارې ګټه څه ده؟
زه يې درته وایم، په پړ مخ یا په څټه د جامو په تناب هوارول دا ګټه لري چې د جامو مخه به له ګرد نیولو په امان وي او د تناب په سر به د بیا ځلې خیرنیدلو څخه په امن کې وي.
۷- جامې د لږ وخت لپاره لمر ته پریښودل
دا د جامو او موږ ته د جامو د استعمال د ګټې رسوونې ښه طریقه ده، ځکه جامې د څو دقیقو لپاره لمر ته پریښول به مو د هغه سوړ بوۍ څخه پاکې کړي چې د صابون له امله يې اخیستی او مهمه خبره لا دا چې لمر په جامو کې شته میکروبونه لمنځه وړي.
د ډیر وخت لپاره جامې لمر ته مه پریږدئ، ځکه چې ستاسو دا بې غوري به د کالو د شړیدلو، دوه رنګه کیدو او ژر زړیدو سبب وګرځي.
۸- تر وچیدو وروسته جامې اوتو کړئ
د جامو اوتو کول نه پریږدي چې جامې ژر خیرنې شي، که تاسو څومره هم جامې پاکې پریمینځئ او اوتو يې نه کړئ، نو بیا هم خیرنې معلومیږي، ځکه چیرته ښویه او چیرته ګونځې جامې سره ځمکه او آسمان توپیر لري.
که جامې مینځئ، نو داسې مه کوئ چې وايې خیرات دې وشه، خو د مړي په اروا دې نه، هڅه وکړئ د زړه له خلاصه او اخلاصه کار وکړئ، دا کړنه نه یواځې دا چې تاسو با سلیقه معرفې کوي، بلکې په دې سره درنه هم د کورنۍ غړي او هم الله (ج)راضي کیږي.