د ژوند هغه ۱۰ درسونه چې کاش ۱۰ کاله مخکې پرې پوهیدای !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: رایس جک
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
لس کاله مخکې له ښوونځي فارغ شوم. هره ورځ به مې د رګبي لوبې تمرین کاوه، ترڅو یو مسلکي لوبغاړی راڅخه جوړ شي. په هماغه وخت کله چې له ښوونځي فارغ شوم، نو سمدلاسه مې په پوهنتون کې نوم لیکنه وکړه او د لومړي سمستر درس مې هم پیل شو. له هغه وخت راهیسې د ژوند په هره برخه کې مې خورا زیات بدلون راغلی.
اوس په دې وروستیو کې ډیری وخت ځینو هغو سترو بدلونونو او د ژوند درسونو ته فکر کوم، چې له ماسره یې د ژوند په اوږده سفر کې خورا زیاته مرسته وکړه او ډیری وخت له ځان سره وایم کاش لس کاله مخکې پرې پوهیدای او دا هرڅه مې هغه وخت ځان ته ویلی شوای. له دې درسونو ډیری یې په ډیرې سختۍ سره زده شول، د خپلو تیروتنو څخه مې؛ ځینې خو یې داسې زده شول چې په پای کې مې ان خپل ځان خوشبخت احساس کړ، خو له دې درسونو هر یو یې د ژوندانه په ځینو لارو کې خورا زیات اړین و، ځکه له ماسره یې دا مرسته وکړه چې نن ورځ زه پوهیږم چې زه څوک یم.
۱. هره ورځ نوي څه زده کړه
زه هڅه کوم ترڅو هره ورځ داسې نوي څه زده کړم او عملاً یې وکاروم، چې وکولی شي لږ تر لږه ما یو له خپلو موخو ته نیږدې کړي. زه په دې پوهیږم که چیرې ته هم وکولی شې هره ورځ یو وړوکی شی زده کړې او بیا یې عملاً وکاروې، نو د یوه کال په اوږدو کې به ۳۶۵ ګامونه د موخو له ډلې یوې ته یې نیږدې شوی یې. د زده کړې پروسه هیڅکله نه ودریږي. نو په همدې اساس، باید هره ورځ دې ته چمتو واوسې چې نوي څه خپل عمومي مالوماتو ته ور اضافه کړې.
۲. له خپلې کورنۍ سره له وخت تیرولو خوند واخله
د وخت په تیریدو سره مالومیږي چې په ژوند کې کوم کسان ډیر مهم دي. هغوی چې ډیره مینه درکوي، هیڅکله دې نه هیروي او تل بې سارې خوښي درکوي، هغه ستا د کورنۍ غړي دي. په همدې اساس، له هغوی ښه ساتنه وکړه، ډیر قدر یې کوه او له هغو شیبو خورا زیات خوند اخله چې په یوه ټغر ورسره ناست یې.
۳. ډیر زیات په ځان مه غوسه کیږه؛ له هر څه درس اخله او مخ پر وړاندې ځه
په ژوند کې مې ډیرې تیروتنې ترسره کړي او ډیر زیات احمقانه کارونه مې کړي، خو له حده زیات په خپل ځان د تیروتنو له امله غوسه کیدل یو لیونتوب دی. نو په همدې اساس، په دې پوهیدل چې کله ځان وبښې، څنګه له خپلو تیروتنو درس واخلې او ځان ډاډمن کړې چې بیاځلې به نه ترسره کیږي، ترټولو لږ دردوونکی کار دی.
۴. رښتینی اوسه
په ننۍ نړۍ کې رښتینی کس داسې بریښي لکه هیڅ چې عقل نه لري، خو له خپل ځان او هغو نورو کسانو سره چې مینه لرې، رښتینی اوسیدل، د دواړو لورو په ګټه ده. که چیرې ته په رښتیا سره رښتینی واوسې، نو د باور سطحه لوړیږي او ستا او د هغوی ترمنځ اړیکه لا پیاوړې کیږي.
۵. په خپل جیبي کتابچه کې د ژوند اړوند مسایلو لیکل پیل کړه
کله چې په کتابچه کې د خپلو فکرونو او نظریو د لیکلو په ارزښت او ګټې پوه شوم چې څومره خلاقیت او روښانتیا رامنځته کوي، نو دا کار مې د خپل د ژوند یوه اساسي برخه وګرځوله. اوس کله چې چیرې ځم، نو خپل جیبي کتابچه هرومرو له ځانه سره وړم او د ژوند اړوند مسایل په کې لیکم.
۶. څومره زیات چې کولی شې په هماغه اندازه زیات سفر وکړه
تر کومه بریده چې زه پوهیږم، د نړۍ پر سر د خپل فکر د پراخولو او ځان ته د نوې مفکورې ورکولو لپاره ښه دا ده چې سفر وکړې. ډیری اړین درسونه چې ما په ژوند کې زده کړل او تجربه مې کړل، هغه د سفر کولو پر وخت و. په همدې اساس، که غواړې چې ډیر څه تجربه کړې، نو ډیر سفرونه وکړه.
۷. له نورو سره د دې په تمه مرسته مه کوه چې ګوندې یو وخت به دې په درد وخوري
یوه ورځ زه او استاد مې په یوې داسې خونه کې سره ولاړ و چې ګڼ شمیر نور خلک هم راټول شوي و، ترڅو استاد ته مې د نوې دندې مبارکي ورکړي. هغه راته پورتنۍ خبره وکړه، خو د دې خبرې راز په څه کې و؟ د پورتنۍ خبرې په تفصیل کې یې وویل، چې له خلکو سره مرسته وکړه، ترڅو اړیکې جوړې کړي چې دا پخپله کولی شي هغوی ته هغه ارزښت ور په برخه کړي چې غوښتونکي یې دي او په بدل کې یې هیڅکله له چا تمه مه کوه.
۸. زغمونکی (حوصله مند) اوسه
لکه څنګه چې وخت او شیان ژر بدلیږي، نو په هماغه اندازه له تاهم دا غواړي چې باید ډیر زغم او اوږد مهالی قوي ذهن ولرې. ته نه شې کولی چې په یوه ورځ کې له ځان څخه جامع الکمالات جوړ کړې. هر څه وخت، ډسپلین او دوامدارې هڅې ته اړتیا لري، ان که ته خورا زیات ذکي او له وړتیا څخه ډک هم واوسې.
۹. د ژوند له هرې شیبې خوند اخله
په ژوند کې د هغې شیبې په تمه چې ته یې، ښايي راتګ یې زیات وخت ونیسي، خو هڅه وکړه چې له هرې شیبې خوند واخلې او هغه څه چې ترلاسه کوې، له خندا په ډکه خوله یې ولمانځه. ځکه، ځینې وخت ژوند داسې بڼه ځان ته غوره کوي، چې د انسان سم کارونه هم خرابیږي، هیڅ هم کار نه ورکوي او هره لنډه لار ورته اوږدیږي. په همدې اساس، په دې پوهیدل هم اړین دي چې څه او څوک تا ته انرژي دربښي، نیکمرغه ژوند او بریا ته دې هڅوي او په ژوند کې له لویدو دې ژغوري.
۱۰. د نوي کار له پیلولو مه ویریږه
په تیرو لسو کلونو کې له هغه شیانو مې چې خورا زیات خوند واخیست او زیات ویاړ یې را په برخه کړ، هغه د نویو کارونو ترسره کول و. زه په زغرده ویلی شم چې تر دې دمه پرته له نوي کار پیلولو او په نوي مسیر تللو هیڅ چا داسې ارزښتمن څه نه دي ترلاسه کړي. ښایي ستا کار به په نړۍ کې کوم خاص ځای و نه نیسي، خو دومره کولی شي چې له تا سره مرسته وکړي او خوښي در په برخه کړي. نو په همدې اساس، پیل وکړه او مخ پر وړاندې لاړشه.