د ژوند له ناکامیو څخه مه ناهیلې کېږئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: مستوره محمدي

د انسان ژوند د بریاوو او ناکامیو ټولګه ده. د بریا په خوند هغه وخت پوهېدای شو، چې ناکامي ووینو؛ ځکه همدا ناکامي ده چې موږ د بریالیتوب په ارزښت اواهمیت پوهوي. د ارواښاد قیام الدین خادم وینا ده، چې وایي: « د ژوند ناکامي په حقیقت کې هغه کسان غواړي چې د کامیابۍ وړ وي.» خومهمه خبره دا ده چې څنګه کولای شو د خپلو بریاوو په قدر او د خپلو ناکامیو څخه څه زده کړو او وکولای شو بریاوې لاسته راوړو.

د امریکا لوی پوه اډېسن، چې کله برېښنا اختراع کوله، نو دا کړنه یې ۱۰۰۱ ځلي تکرار کړې وه. چا ترې و پوښتل:

څه د دې لامل شول، چې څو ځلي دې ماتې وخوړه، خو خپله روحیه دې  له لاسه ورنه کړه او موخې ته رسېدو ته دې دوام ورکړ. اډېسن وویل: (زه د ماتې له کلمې سره نابلد یم او اصلا د ماتې کلمه نه پیژنم.) نو د بریالیتوب د لاسته راوړلو لپاره لومړی باید پیاوړې اراده او کلک هوډ وکړو؛ یانې پرېکړه د بري لومړی شرط دی. هېڅ کار پرته له پرېکړې څخه نه ترسره کېږي.

تر ټولو غوره دا ده چې لومړی د یو کار د تر سره کولو اراده وکړو. د هغې د سرته رسولو لارې چارې وسنجوو. هسې نه چې بدې پایلې له ځانه سره ولري یا د ټولنې د عرف خلاف وي. بله مهمه کړنه دا ده، چې د کار د سرته رسولو لپاره د خپلو ملګرو او کورنۍ د غړو څخه مشوره واخلو؛ ځکه خدای(ج) په مشورې امر کړی دی، نو هر هغه کار چې په مشوره وي خیر پکې نغښتی وي او د کار د سرته رسولو په وخت کې وېره او ډار له زړه څخه وباسئ او په پوره اطمینان او زړورتیا سره یې پرمخ یوسئ او که چېرې کارونه مو له خنډ سره مخامخ شول، نو کارونه مو په ټپه مه دروئ یا یې مه ځنډوئ، بلکې څو ځلې یې وازمایئ او تکرار یې کړئ، نو بالاخره به وکولای شئ، چې کارونه مو په ښه توګه پر مخ یوسئ او یوه نوې تجربه او بریا لاسته راوړي.

سقراط وایي: « نېکمرغه هغه څوک دی چې له خپلې هرې ماتې او خطا څخه نوې تجربه تر لاسه کړي.»

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.