ډیره مالګه او غوښه خوړل د زړه او شکر په ناروغیو د مړینو سببونه دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په زیاته اندازه د سرو شویو او پروسیس شویو غوښو او ډیرې مالګې خوراک او په کمه اندازه د وچې میوې/ تخمونو خوراک د هغو کسانو ترمنځ له عامو عادتونو څخه دی چې د زړه د ناروغۍ، سکتې او یا شکرې په ناروغۍ مري.
دا خبره په هغه  څیړنه کې شوې ده چې په یو امریکايي طبي ژورنال کې خپره شوې.
څیړونکو په دې څیړنه کې لس ډوله خواړه او د زړه د حملې، سکتې او شکر د ناروغیو له کبله یې له مړینو سره ددې خوړو تړاو او اړیکې څیړلې دي.
دوی پر هغو امریکایانو څیړنې کړي چې سبزي، وچې میوې/ زړي، غلې، پخې شوې غټې غوښې، سرې سوې غټې غوښې، خواږه ، غوړ، سمندري خواړه او مالګین خواړه خوري.
دوی په دې څیړنه کې موندلې، هغه امریکایان چې د زړه د ناروغیو، سکتو او شکر له ناروغیو مري داسې خواړه خوري چې ډیر مالګین دي، سرې شوې او پروسیس شوې غوښې لکه ساسچ، برګر په کې دي او ډیر خواږه لري.
همدارنګه د څیړنې بل مهم ټکی دا دی چې دا کسان کافي وچې میوې، زړي او تخمونه ( لکه بادام، چارمغز، پیسته او نور ) نه خوري.
ددې څیړنې مشري د څیړنې لیکوالې رینیتا میشا کړې او د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یې ویلي، په دې څیړنې کې دوی په یادو ناروغیو ( د زړه ناروغۍ، سکته او شکر ) د هر ډول یادو شویو خوړو د اغیزو په جزییاتو تمرکز کړی دی.
د رینیتا میشا په وینا مالګه تر ټولو ډیر زیان رسونکې ده، او په څیړنه کې یې ورته څرګنده شوې چې له یادو ناروغیو څخه په سلو کې لس مړینو د ډیرې مالګې له خوړو سره اړیکه لرله.
پروسیس شوې غوښې لکه برګر، ساسچ او نور هم په مالګې پسې په دویمه درجه کې پر یادو ناروغیو د مړینې سبب شوي دي.
په څیړنه کې د امریکا د حکومت د روغیتايي ادارو پر هغې احصایي حساب شوی چې په دې هیواد کې یې د زړه د حملو، سکتو او شکر د ناروغۍ له کبله اوه سوه زره مړینې ثبت کړي دي.
د څیړنې لیکواله وايي، ددې څیړنې هدف له روغیتايي ادارو سره مرسته ده، څو د صحي خوړو په اړه د خلکو پوهاوی زیات او د عامې روغتیا په برخه کې مخکې له مخکې اقدامات وکړي.