د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې سیالۍ په دوبۍ کې پیلیږي.
د دې لوبو بیا پیل د راشدخان دې اړوند لوبډلې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ په لوبه کېږي.
راشدخان په دوبۍ کې ډېرې لوبې کړي دي او په دې لوبغالو یې توپ اچونه بیخي په زړه پورې ده.
هغه کولای شي چې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې پر وړاندې د لاهور قلندرز لپاره یوه تاریخي توپ اچونه وکړي.
په دوبۍ کې د راشدخان تېرې لوبې او وېکټې
راشدخان په دوبۍ کې لس شل اوریزې لوبې کړي دي، په دې لوبو کې یې ۳۸ اورونه ترسره کړي دي، ۱۶ وېکټې یې ترلاسه کړي دي او ایکانومي یې ۵ اعشاریه ۹۲ ده.
د دوبۍ پیچونه ډېره پورې سپېن بالېنګ ته سازګار دي او بل راشدخان پرې بلد هم دی؛ نو وبه کولای شي، چې د چهارشنبې په ماښام د لاهور قلندرز لپاره د توپ اچونې څېره جوړه شي.
په تېرو لوبو کې هم راشدخان د قلندرز لوبډلې په ګټه ښې لوبې کړي دي او یو ځل به بیا هم وکولای شي، چې د لوبډلې د مالک زړه ترلاسه کړي.
راشدخان هم په تېر کې په لاهور کې له کرکټ مینوالو غوښتي وو، چې راشي او د پياېساېل لوبې له نږدې او مخامخ ننداره کړي؛ خو دغه لوبې په فبروري میاشت کې د کورونا وایروس د پراختیا له امله په پاکستان کې وځنډول شوې او د جون په نهمه د چهارشنبې په مازیګر په دوبۍ کې یو ځل بیا پیلیږي.
د جون په نهمه د انګلستان بلاسټ شل اوریزې لوبې هم پیلیږي او په دې لوبو کې راشدخان په سسېکس لوبډله کې اخیستل شوی دی.
د سسېکس لوبډلې مالکانو له راشدخان غوښتي وو، چې لوبو ته راشي او د پاکستان لوبې پرېږدي؛ خو راشدخان له هغوی هیله کړې وه، چې د پياېساېل لوبو ته یې ورپرېږدي او د دې لوبو له پای وروسته به انګلستان ته ولاړ شي.
د جون په ۲۴ مه د پاکستان سوپر لیګ لوبو پایلوبه کېږي.
افغان لوبغاړي د دویم ځل لپاره په پياېساېل کې
یادې لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي دي؛ په پياېساېل کې په همدې کال محمدنبي عیسی خېل له کوېټې لوبډلې سره لوبېدلی و او ښې لاسته راوړنې یې لرلې وې.
د ده سربېره ځېنې نور افغان لوبغاړي هم یاد لیګ کې اخیستل شوي وو.
د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې ښې وې؛ خو کله چې په ۲۰۱۷ کې په کابل کې ستره چاودنه وشوه او افغان حکومت دا د پاکستان کار وباله نو د افغانستان او پاکستان دوه شل اوریزې لوبې په دواړو هېوادونو کې لغوه شوې او د یو بل لیګونو کې یې د لوبغاړو په لوبېدو بندیز هم ولګاوه.
نو ۲۰۲۱ کې یو ځل بیا افغان لوبغاړي په یاد لیګ کې اخیستل شوي او لوبې نندارې ته وړاندې کوي.
دا دویم ځل دی، چې په دې لیګ کې افغانان لوبېږي.
راشدخان، محمد نبي، مجیب الرحمن، قیس احمد، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ظاهرخان او نجیب الله ځدران په دې لیګ کې اخیستل شوي دي.
تاسو څه فکر کوئ، چې راشدخان به ښې لاسته راوړنې ولري او کنه؟