ليکنه او راټولونه
افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو او کورنیو نا خوالو له امله نه یوازې په سیاسي، اقتصادي او ټولیز ډګر کې زیانمن شوي، بلکې په دې موده کې د هېواد تر ټولو ستره پانګه یانې ځوانان مو هم له هر پلوه زیانمن شول چې له هغې ډلې د ځوانانو بې سوادي، بې کاري او ډله ډله بهر ته کډوال کېدل د دوی په ژوند کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي.
ځواني د الله تعالی له خوا یو ستر نعمت دی چې په ژوند کې یو ځل تېره شي بیا نه را ګرځي، دا چې یو انسان یې څنګه او په کومو لارو استعمال کړي، دا په شخص پوري اړه لري.
دا چې موږ په یو اسلامي هېواد او ټولنې کې نړۍ ته راغلي یو، نو موږ او زموږ ځوانان له هر څه مخکې باید دین ته رجوع وکړو او خپله حللاره په دین کې ولټوو، ځکه چې دې هېواد کې له اسلام پرته بله تګلاره ارزښت نه لري او پایله هم نه لري، لکه هغه نظامونه چې زموږ مسلمه ولس له عقایدو سره په ټکر کې دي، نه یوازې دا چې زموږ د ولسونو درد نه دوا کوي بلکې ورځ تر بلې یې کرکې او نفرتونه زیات کړل.
ځوانان مو د تحصیلي مدارکو او اسنادو سره سره بې روزګاره او بې کاره په لارو او کوڅو کې ګرځي، ډېری ځوانان مو د مزدوری لپاره پردو هېوادونو ته مسافرت ته اړ شول چې دا د یو هېواد د یو لوی ناورین پیل دی ځکه هر هغه هېواد چې د ځوان نسل پانګونه له ځانه سره ونه لري هغه هېواد ړنګ وي.
اکثره ځوانان یې دومره اړ کړي چې د عقایدو خلاف یې د یوې مړۍ حرامې ډوډۍ لپاره خپل شوم اهداف ورباندې پلي کوي.
ځوانان دي چې نظام جوړوي، نو دا چې کفارو زموږ د ځوانانو په ذهني او فکري تګلارو ډېر قوي کار کوي او زموږ اکثره ځوانان یې له دین سیاست او هېواده بېګانه او سم یې خپل د لاس اله جوړه کړې ده، د دې ټولو لامل د انټرنټ څخه غلطه ګټه اخیستنه، خپل وخت په بېځایه رسنیو کتلو باندې تېروي چې دا ستر لاملونه دي چې زموږ ځوان نسل یې بې برنامې او بې ارادې کړی دی.
ځوانان مسوولیت لري ترڅو خپل د نظام لاندې ژوند او خپل هېواد ته خدمت وکړي، ځوان باید داسې ژوند وکړي چې الله تعالی ته خوښ وي او د اسلام، دین او د هېواد ګټو ته په کتو پکې لومړیتوب ورکړي او دې ناوړینو ته چې په دې څو لسیزو کې زموږ ځوانانو ولیدل د پای ټکی کېږدي.
ځوان نسل کولای شي په ټولنه کې ډېرو شته ستونزو لکه تعصب او داسې نورو ستونزو ته چې د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځي په ښه توګه د پای ټکی کېږدي او د ورورولۍ په فضا کې د هېواد ملي ګټو او هېوادوالو ته د ښه چوپړ جوګه شي.