ليکنه: شمله نادري
ځنګلونه د انسانانو په ژوند کې اړین ارزښت لري او د ځمکې کابو یو پر درې برخه یې نیولې ده. د ځنګلونو شتون د انسانانو، حیواناتو او حشراتو لپاره بې شمېرې گټې لري، چې په دې لیکنه کې به یې په تفصیل سره بیان کړو.
1: د اکسیجن تولید
ساه اخیستل د کاربن ډای اکساید خارجول او د اکسیجن اخیستلو ته ویل کېږي، نو له اکسیجن اخیستلو پرته انسان ژوندی نه شي پاتې کېدلای، دا اکسیجن د ونو او ځنګلونو په مرسته تولیدېږي او کاربن ډای اکساید، چې د انسانانو لپاره زیان لري جذبوي. یوه ونه د لسو کسانو لپاره اکسیجن تولیدولای شي، نو د ځنګلونو او نورو ونو شتون د دې مهمې عملیې لپاره اړین او د اهمیت وړ دي.
2: د سېل او توپان مخنیوی
هغه ځایونه چې ډېرځنګلونه لري هلته د توپان او سېل د راتگ امکان کم وي، که توپان هم شي ځنګلونه د باد د مخنیوي لامل کېږي.
3: د حیواناتو استوګنځای
د ټولوحیوانات د اوسېدو لپاره غوره او هوسا ځای ځنګل دی. دوی هم د انسانانو په څېر د خپل ځان لپاره د اوسېدو ځایونه جوړوي او پکې ژوند کوي.
4: ځنګلونه د انسانانو لپاره شفا
په ځنګلونو کې سلګونه داسې بوټي شته چې انسانان د ځان لپاره ترې درمل جوړوي او د بېلابېلو ناروغیو لپاره ترې گټه اخلي.
5: د بېلابېلو شیانو جوړښت
له ونو او ځنګلونو څخه بېلابېل شیان جوړېږي، لکه میز، چوکۍ، دروازه، کاغذ، ځینې خلک د تفریح لپاره د لرګیو کوچني کورونه او داسې نورو شیانو په جوړولو کې ترې ګټه اخلي.
6: د ناروغیو کمېدل
طبیعي او شنه ځایونه د انسانانو په رواني حالت مستقیمه اغېزه لري. هغه کسان چې تل د خپګان احساس کوي. شنه ځایونه دوی ته ارامي ورکوي او حالت یې ښه کوي.
ځنګلونه د انسانانو د چاپېریال او روغتیا لپاره بې شمېرې گټې لري. ساتنه یې اړینه ده او له پرې کولو یې باید ډډه وکړو. ځکه چې د ځنګلونو شتون د انسانانو او حیواناتو لپاره ګټور دي.