د پکتیا اوسیدونکي؛ د جګړې دواړه لوري دې اوربند وکړي

رنګین تجريدي ډیزاین

پکتیا ولایت کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډه کې د دې ولایت قومي مشرانو هېواد کې د جګړې پر زیاتوالي اندېښه وښوده او د جګړې له دواړو غاړو یې وغوښتل چې نور دې خپلو کې اوربند وکړي.
د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو د هېواد په ډیری ولایتونو کې بیا د وسله والو طالبانو لخوا وروستیو بریدونو ته په اندېښنې سره وویل، چې دغه ډله باید جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي.
په همدې حال کې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړې او نښتې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي او سلګونه ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړه کې بند پاتې ملکي کسان وايي، د جګړې یو لوري یې له کورونو سنګرونه جوړ کړي خو بل لوري یې بیا همدغه مېنې د هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولي دي.
امنیتي چارواکي وايي، جګړه کې بریالي شوي او هغه پلانونه یې شنډ کړي چې د ولسوالیو له لارې د ښار د سقوط په هدف جوړ شوي وو خو لا هم جګړه روانه ده او دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې راپورونه هم ترې ورکول کېږي.
په ورته مهال د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا چې د کندهار د ارغنداب د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې وايي، جګړه کې یې د ملکي وګړو خوندیتوب لومړیتوب دی.
په ټوله کې خلک په قطر کې د سولې په روانو خبرو بې باوره شوي دي او وايي چې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ دویم پړاو خبرې به هم له کومې مثبتې پایلې پرته پای ته ورسیږي.
بل لورته د امریکا دفاع وزارت وايي، د بایډن اداره په دې باور ده چې له طالبانو سره په شوي تړون مخکې تګ به ستونزمن وي مګر دا چې دغه ډله د ۲۰۲۰ کال د تړون په ژمنو عمل وکړي، د پنتاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي، طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي