کېداى شي دود او دستور بد نه وي او په ډېرو برخو کې په زړه پوری او ګټور هم وي، خو د پښتنې ټولنې ځینې دودونه ناوړه ځانګړتياوې هم لري چې په ټولنه کې ښې پايلې نه لري.
دود دستور هم ښې او هم بدې پايلې لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري،تر ټولو ډيره بده برخه يې د نارينه د د بې ځایه واکمنۍ دود دى، چې دا دود له تاوتریخوالي سره مل وي او د دې تاوتريخوالې زیاتره قربانيان ښځې او نجونې دي، ځکه چې د دوى یوه مجبوري دا ده چې د نارينه وو د تاوتريخوالي په وړانې چپ او خاموشه دي.
د نارینه وو واکمني د دې لامل شوې ده چې حتا نجلۍ نه شي کولاى چې د خپل راتلونکي ژوند جوړولو لپاره د ړاده تصميم په خپله ونيسې، هغه بې واکه وي او نور دي چې د ژوند د برخليک په اړه یې پرېکړې کوي.
په دې برخه کې به د هغو بدو اوناوړه دودونو، په هکله چې په ټولنه کې واکمن دي، يادونه وکړو:
۱ — له زده کړو څخه دنجونو بې برخې کول:
د هر نارينه او ښځې د حقونو څخه يو حق د زده کړې او تعليم دى، څرنګه چې نارينه د زده کړو حق لري نجلۍ هم دا حق لري، ځکه چې په دنيا او اخرت کې د خلاصون پرمختګ او نيکمرغۍ لاره يوازې او يوازې زده کړه ده، خو دلته چې نارینه وو ته څه ډول د زده کړو زمینه برابره ده، نجونې بیا زده کړو ته هغه شان لاسرسی نه لري…
۲ — د لور په زېږېدنه خپه او غوسه کېدل:
يو ناوړه دود دى چې د ټولنې وګړې يې په روحي رنځ اخته کړي او خوږ ژوند يې ورته تريخ کړى دى، هغه د لور په زيږېدنه د خپګان ښکاره کول دي.
زیاتره په کليو او بانډو کې د همدې ناوړه دود له مخې د لور په زيږېدنه په ميندو تاوتريخوالى کېږي، خو یو شمیر بیا په دې برخه کې نجونو ته د انسان په سترګه ګوري او دا د علم او عامه پوهاوي برکت دی…
۳ — ښځې ته د ميراث نه ور کول او له دې حق څخه د هغوی محرومېدل:
سره له دې چې د ميراث له برخې ګټه اخيستل د هغو حقونو د جملې څخه دي، چې د احکامو له نظره ښځې د هغې حقدارې دي، اما د ناوړه دود دستور له امله، چې په ټولنه کې شته، ښځې ترې عملاً بې برخې دي.
۴ — د ښځو وهل او له هغوی سره له زور زياتي کار اخیستل:
د ښځو وهل ټکول او د هغوى سپکاوى زموږ په ټولنه کې يو منل شوى ټولنيز دود دى، چې ټولنې نارينه ته حق ورکړى چې د ښځې په وړاندې ناوړه چلند وکړي آن تر دې چې د ښځې په وهلو لاس پورې کوي، حال دا چې کوم نارينه دا شان ناوړه صفات ولري هغه د انساني مقامه راټيټ دى.
۵ — د ښځو لوړ ولور اخیستل:
په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې یوه لويه ستونزه دا هم ده چې په ځينو ځایونو کې ولور دومره لوړ دی، چې کلونه کلونه یو ځوان نشي کولای چې د ولور روپۍ پیدا کړي…
چې دا هم مستقیم او نامستقیاً د ښځو پر وړاندې یوه لویه ننګونه او ستونزه ده، د مهر په نامه ولور اخیستل ښځه په رواني لحاظ دومره اغیزمنوي چې د خپل ژوند ځیني ناخوالې یې ان ژوند هم اخیستلی شي…
ښځو ته د مهر نه ورکول:
مهر د نجلۍ حق دی، خو دلته مهر هم د نجلۍ کورنۍ اخلي او په خپله ګټه یې کاروي، چې دا یو ډير بد عمل دی.
ځینې داسې ناوړه دودونه نور هم شته؛ خو دغسې ناوړه دودنو ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي تر څو ارامه او خوشحاله ژوند ولرئ.