څو ټکي د پوستکې د وچوالي او خشکۍ د مخنیوي لپاره

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارخښت پیداکوي، پوست اچوي، چاوديږي او حتی ویني کوي. په ژمې او مني کې دا هغوی چې لا دمخه یې پوستکی خشکي ولري، د پوست له لا ډیر وچیدو او چاودیدو سره مخ کیږي.
د وچ پوستکي ساتنه.
د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.
۱: د حمام کولو وخت مو کم کړئ، او د ډیرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلئ هر څومره چي اوبه ګرمي وي په هغه اندازه پوستکی ډیر وچیږي او چاوديږي.
۲: هڅه وکړئ چي صابون لږ استعمال کړئ او د هغه صابونو څخه کار واخلئ چي د ګلیسیرن او پارافین درلودونکي وي.
۳: کله چي ځان وچوئ نو پر پوستکي مو فشار مه راوړئ او ځان وچی ( ټاول) پر پوستکي ټینګ مه کشوئ.
۴: مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړئ. ددې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.
۵: هغه د آرایش مواد چي الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځیني صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کي رول لري. نو ډه ډه ترې وکړئ.
۶: هغه ماشینونه چي د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کي نصب کړئ. متاسفانه دا ماشینونه په افغانستان کي نه شته خو په نورو هیوادونو کې یې له هغو مغازو چې بریښنايي توکي پلوري رانیولی شئ. خو که کور کې مو بخارۍ لګیدلي وي، ښه ده چې تل پرې اوبه اېښې وساتئ. له اوبو پورته کیدونکي بړاسونه کور او او د استوګنې خونه مرطوبه ساتي او د خونې د هوا تر ټولو ښه مرطوبوونکی دی.
۷: نرم او ملایم لباسونه واغوندئ لکه نخي لباسونه. که چیرې د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو علاقمند یاست بیا نو لاندي یو نخي ( زیر پیراهني) واغوندئ.
۸: که چیري مو ډیر کار د اوبو او پریولولو سره وي، لکه د کالو پریولل، د لوښو پریولل بیا نو د دستکلو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کونکي کریمونه استعمال کړئ . کله چي بیدېږی لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ.
که چیري مو پورته ټکي مراعات کړي وي او بیا مو هم پوستکی وچ وي. د پوستکي د معالج سره مشوره وکړی تر څو په نورو ناروغیو اخته نه سی.
د زیاتو مالوماتو لپاره د ډاکټر عبدالولي اعتماد سره د ده د فسبوک پاڼي ( dr.etemaad ) له لاري یا هم و کندهار مهمند روغتون ته مراجعه وکړئ! ادرس: کندهار، مهمند روغتون – شهرنو