د پوستکي او وجود روغتیا ته د انګورو ګټې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: مریم محمدي
۱- انګور په طبیعي توګه د هغو ناروغیو درملنه کوي، کوم چې د لمر له وړانګو د انسان پوستکي او وجود کې پیدا کیږي.
۲- انګور د پوستکي په ځوان ساتلو کې مرسته کوي، همدارنګه وجود ته انرژي ورکوي.
۳- انګور په طبیعي ډول پوستکی نرمه ساتي، او له وچوالي یې مخنیوی کوي، هغوی چې د وچ پوستکي نه شکایت لري، پکاره دی چې د خپل د خوړو په لیست کې انګورو ته ځای ورکړي.
۳- انګور د مخ پوستکی له ګونځو ژغوري، په مخ کې د ځوانو دانو لپاره ښه درمل دي همدا راز د مخ په ښکلا کې اغیزه لري.
۴- په انګور کې د ویټامین سي موجودیت، د دې سبب کیږي چې، په بدن کې د زخمو په رز ښه والی کې مرسته وکړي.
۵- انګور د ويښتانو د تلو مخنیوی کوي، هغه کسان چې د ویښتانو د تویدو له ستونزې سره مخ دی، انګور دې وخوري.
۶- په انګور کې ویټامینE او آنټي اکسیدان شتون د سر په وچ پوستکي ښه اغیزه لري، هغه کسان چې د سر پوستکی یې وچ وي او ویښتان یې زر زر ماتيږي، د انګور اوبه ورته ډيره ګته لري.
۷- څیړنو ښودلې چې انګور بدن قوي کوي او د زړه ناروغیو سربیره د وینې فشار لپاره هم ګټه لري.