د پاکستان دوو تکړه لوبغاړو هم انګلستان ته له تګه انکار کړی!

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره د انګلستان په کوربتوب درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبي ترسره کوي.
خو په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه دوو پاکستانیو لوبغاړو محمد عامر او حارث سهېل انګلستان ته له تللو انکار کړی.
حارث سهېل او محمد عامر پاکستاني کرکیټ بورډ ته ویلي، چي د شخصي ستونزو له امله نشي کولای، پاکستان کرکیټ ملي لوبډلي سره انګلستان ته سفر وکړي.
حارث سهېل د پاکستان چپ لاستی تکړه توپوهونکی دی او محمد عامر بیا د یاد هیواد چپ لاستی تېز تکړه توپ اچونکی دی، چي پر دواړو په دې لوبډله کي حساب کیږي.

له هغه وروسته پاکستان کرکټ بورډ پرون جمعه د حارث سهېل او محمد عامر پرته د انګلستان په وړاندي خپله ۲۹ کسیزه لوبدله اعلان کړه.
د پاکستان اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:
عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شین مسعود، اظهر علي، بابر اعظم، اسد شفیق، فواد عالم، حیدر علي، افتخار احمد، خوشدیل شاه، محمد حافیظ، شعیب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهیم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنین، نسیم شاه، شهین شاه افریدی، سهیل خان، عثمان شینواری، وهاب ریاض، عماد وسیم، کاشف بټي، شاداب خان او یاصر شاه.
انګلستان او پاکستان هیوادونه لومړی درې ټیسټ لوبي د جولای له ۳۰مي بیا د اګسټ میاشتي تر ۲۴مي نېټې پوري ترسره کوي.
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هیوادونه درې شل آوریزه لوبي د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کي مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور دغاړي ده.
پاکستان هیواد به په داسي مهال له انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبي ترسره کړي، چي انګلستان له هغه مخکي د ویسټ انډيز سره درې ټیسټ لوبي لري.
انګلستان په خپل کوربتوب د ویسټ انډيز سره لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه د جولای میاشتي په ۱۶مه او وروستۍ ټیسټ لوبه بیا د جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.
دې سیالیو ته ویسټ انډیزۍ لوبډله وار له مخي انګلستان ته رسېدلې او هلته یې د کورونايي اُصولو په پام کي نیولو سره تمرینونه پيل کړي.
د ویسټ انډیز درې تکړه لوبغاړو ډیرن براوو، شیمرون هیټمایر او کیمو پاول انګلستان ته له تګه ډډه کړې.
د راپورونو له مخي دوی بیا د کرونا ویروس څخه د ویري له امله انګلستان ته له تللو ډډه کړې.