په زیمبابوې کې د کوربه زیمبابوې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ پای ته ورسیده، چې پکې هر څه د پاکستان په ګټه تمام شول.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ مسلسل لوبو په سیریز کې پاکستان کوربه زیمبابوې ته ۵ د ۰ مقابل کې ماتې ورکړې او هم پاکستانۍ لوبډلې په دغه سفر کې د زیمبابوې په کوربه توب د اسټرالیا او زیمبابوې سره د ۲۰ اوریزه سیالیو په درې اړخیز سیریز کې بریا خپله کړه.
د ۵ یو ورځینیو سیالیو په سیریز کې کوربه زیمبابوې لوبډله په ټولو لوبو کې بې وسه وه او په هیڅ کومې یوې سیالۍ کې یې بریا خپله نکړه.
په دغه سیریز کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی اوپنر فخر زمان د پاکستان او نړیوال کرکټ په تاریخ کې د چټکو مڼدو جوړلو ریکارډ جوړ کړ.
همدا راز د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره فخر زمان د غبرګې سلیزې ترڅنګ یوه بله سلیزه، امام الحق دوه سلیزې او بابر اعظم هم یوه سلیزه جوړه کړه، خو د زیمبابوې لخوا هیڅ کوم توپ وهونکی په سلیزه جوړولو کې بریالی نشو.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په څلورمې سیالۍ کې فخر زمان او امام الحق د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د ۳۰۴ منډو لوړه منډه ملګرتیا هم جوړه کړه، چې له دې وړاندې نه وه جوړه شوې.
زیمبابوې وروسته له هغې د مسلسل ماتو سره مخ کیږي، چې لوبډلمشر ګریم کریمیر، ویکټ کیپر توپ وهونکي برینډن ټایلر او الراونډر سکندر رضا د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د معاش د ځنډیدو له کبله د لوبډلې سره پریکون وکړ.