د ۲۰۲۰ د اګسټ راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا د نړۍ د ټېسټ قهرمانۍ سیالۍ پیل کړي دي.
په تېر یوه کال کې ځېنې وېکټ ساتونکو تر نورو ډېر سټمپ او کېچ اوټونه کړي دي، دلته یې درپېژنو!
ټېم پېن
د اسټرالیا د ټېسټ لوبو لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی دی، ده په تېر یوه کال کې د وېکټ ساتونکي په توګه ۶۵ کسان سوځولي دي، چې ۶۳ یې کېچونه نیولي او دوه یې سټمپ اوټونه کړي دي.
جاس بټلر
جاس بټلر د انګلستان کرکټ لوبډلې پیاوړی وېکټ ساتونکی دی، ده په ټېسټ قهرمانۍ سیالیو کې ۵۰ لوبغاړي سوځولي دي.
۴۹ یې کېچونه نیولي او یو یې سټمپ اوټونه کړي دي.
کوېنټن ډیکاک
د سویلي افریقا کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، د کيپر په توګه یې ۴۴ لوبغاړي اوټ کړي دي، چې ۴۲ یې کېچونه نیولي او ۲ یې سټمپ اوټ کړي دي.
بي جی واټلېنګ
دی د نیوزیلېنډ وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، د وېکټ ساتونکي په توګه یې ۴۳ BJ Watling
لوبغاړي یې سوځولي دي.
۴۲ یې کېچونه نیولي او یو یې سټمپ اوټ کړی دی.
رېشاب پنټ
د هندوستان نوی وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، چې په ټېسټ لوبو کې هم ښه ځلېدلی دی.
۴۰ لوبغاړي یې په خپله وېکټ ساتنه کې رخصت کړي دي، ۳۵ یې کېچونه نیولي او ۵ یې سټمپ اوټونه کړي دي.
د نړۍ ټېسټ قهرمانۍ لوبو کې زیات کېچونه
جو روټ د انګلستان د ټېسټ لوبو لوبډلمشر ټېسټ قهرمانۍ سیالیو کې ۳۴ کېچونه نیولي دي.
د اسټرالیا سټېف سمېت ۲۷ کېچونه، د انګلستان بېن سټوکس ۲۵ کېچونه، د هند اجېنکیا رهانی ۲۲ او د نیوزیلېنډ راس ټایلر ۱۸ کېچونه نیولي دي.
د ۲۰۱۵ کال راهیسې په ټېسټ لوبو کې زیاتې سلیزې
سټېف سمېت ۲۰ سلیزې، ویرات کولي ۱۸ سلیزې، کېن ویلیمسن ۱۶ سلیزې او جو روټ ۱۵ سلیزې وهلي دي.