د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر عوت

ګوګل د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر لور سارا ټنډولکر د شبمان ګېل مېرمن يادوي.

که تاسو په ګوګل کې د راشدخان د مېرمنې په اړه پلټنه وکړئ نو سمدستي به د انوشکا شرما نوم درته راوړي په داسې حال کې چې هغه د هندي کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي مېرمن ده.20201015 1846233101607692114977346 د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن دهخو اوس په ټولنيزو رسنيو کې يوه بله موضوع ګرمه ده،هغه داچې که د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې د توپوهونکې شبمان ګېل د مېرمنې په اړه ګوګل وپلټئ نو حتمي به د سارا ټنډولکر چې د سچن ټنډولکر لور ده نوم به يې درته راولي.

اصلي کيسه داده:20201015 1851071718968200073130961 د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن دهد روان ای پي ايل ليګ په دوران کې چې کلکته او ممبی سره مخ سولې نو تر لوبې وروسته شبمان ګېل خپل انځور پر انسټاګرام خپور کړی وو چې سارا ورته د زړه په ایموج سره د ښې ډګر ساتنې مبارکي ويلې وه،ګېل ورپسې ژر ځواب ورکړی وو.fb img 16024943152694992463550387482599 د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن دهتر دې وړاندې هم دوی دواړو د يوې موضوع په اړه يو ډول پوسټونه کړي وه چې د ګوګل توجه يې ځانته جلب کړې ده او اوس ګوګل ګنګس دی چې سارا او ګېل لکه چې د خاوند او مېرمنې اړيکه سره لري پداسې حال کې چې دواړه مجردان دي.