د ویښتانو د توېدو مخنیوی او کورنۍ درملنه یې

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
ښځې او سړي د سر د ویښتانو د تویدو له کبله ډیر خپه وي، او هغوی تل د ویښتانو د تویدو د مخنیوي لپاره دې داسې درملو له استعمال هم ډډه نه کوي کومې چې جانبي عوارض لري.
د پوستکي یا جلدي ډاکترانو په وینا، په سر کې ویښتان د فولیکول یا د پیاز په وسیله د سر د پوستکي په دویمه طبقه کې جوړیږي.
ډاکتران وايي په نارمل ډول تل له ۱۰ تر ۱۵ فیصده دا فولیکولونه د استراحت په حال کې وي او له ۹۰ نه تر ۹۵ فیصده پورې بیا د فعالیت کوي.
د هر پیاز د استرحت موده له ۲ تر ۳ میاشتو پورې ده، چې په دې وخت کې ویښتان توییږي، چې وروسته بیا ویښتان خپل فعالیت شروع کوي.
هغه کوم لاملونه دي چې د سر ویښتانو د تویدو سبب کیږي؟
د څیړونو په اساس ارثیت، کمخونۍ، د ځینو درملو استعمال، ویښتان ډیر کلک تړل، د سر د پوستکي غوړوالی، استرس یا تشویش، بې خوبي، له زیږون وروسته درې میاشتې د ویښتانو تلل او هغه ناورغۍ چې شدیده تبه لري د ویښتانو په تلو کې اغیزه لري.
ګڼ شمیر خلک د ویښتانو درملنې لپاره ډیرې پیسې مصرفوي، چې تر ډیره ښه پایله هم نه لري، نن درته په یو داسې کورني او ارزانه د ویښتانو لپاره په ګټور ماسکونو معلومات شریکوو چې په مرسته یې کولای شئ د سر ویښتانو د تویدو مخه ونیسئ.
۱- د پیازو ماسک
۰ د اړتیا وړ مواد:
۰ درې دانه پیاز
۰یوه قاشوغه زیره
۰جوړولو طرقه
لمړی پیاز په مکسر کې ښه میده کړئ، داسې چې اوبه یې ووځي، بیا زیره ورسره یو ځای کړئ.
د استعمال طریقه
د سر ویښتانو مو ووینځي پریږدئ چې ښه وچ شي، بیا جوړ شوي مواد پرې ووهئ، سر مو په یو دستمال وتړئ، له ۳۰ دقیقو وروسته په شامپو یې ووینځي، دا کار په اونۍ کې دوه ځلي تکرار کړئ، په ډير کم وخت کې به یې نتیجه وګورئ، ځکه پیاز ویښتان کلکوي او زیره د ویښتانو رنګ ته ښکلا ورکوي.
– کیله او د هګۍ د زیړو ماسک
۰ کیله یوه دانه
۲- د هګۍ زیړ یو دانه
کیله او د هګۍ زیړ په مکسر کې مکس کړئ، دا هم د پیازو ماسک په څیر په ویښتانو مو ووهئ، وروسته له ۳۰ دقیقو سر مو ووینځي، دا ماسک هم په اونۍ کې دوه ځل استفاده کړئ، د ویښتانو د تویدو مخه نیسي.
۳- د هګۍ زیړو او د شین چای ماسک
دوه دانې د هګۍ زیړ له دوه قاشوغې وچ شین چای سره مکس کړئ، بیا مو په ویښتانو ووهئ، وروسته له ۳۰ دقیقو سر مو ووینځئ، دا ماسک هم په اونۍ کې دوه ځل استفاده کړئ، ویښتان، اوږده کیږي، قوي کیږي او د تویدو مخنیوی یې کیږي.
یادونه: له دې دریو ماسکونو چې هریو تاسو ته اسانه او ارزانه وو هغه په اونۍ کې دوه ځلي استفاده کړئ.